د قبايلي ضلعې اورکزو مشرانو په يوه جرګه کې پر حکومت غږ کړی چې په سيمه کې دې د امنيت ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
دوی له حکومته دا پوښتنه هم کړې ده چې د دوی په وینا، که په سیمه کې دا ناامنۍ د قدرتي زېرمو له کبله وي نو له دوی سره دې په دې اړه خبرې وشي.
دا څرګندونې د اورکزیو یو شمېر قبایلي مشرانو د نومبر پر اوومه په غلجو سیمه کې د ترسره کړې جرګې پر مهال کړې دي.
د جرګې په ګډونوالو کې د ټولې ضلعې د قبایلي مشرانو ترڅنګ ځايي ټولنیز فعالان، ځوانان او د عام خلک هم شامل وو.
د ملک ظلمان شاه په نامه د جرګې یو ګډونوال وویل، د اورکزیو ضلعې په ګډون د نورو سيمو خلک هم له بدو حالاتو سره مخامخ دي او د دوی د امن پرځای کولو لپاره د حکومت له هڅو مطمين نه دي.
ده وویل، "که خبره د معدنیاتو وي نو پر دې به خبره سره وکړو خو زموږ وطن مه ړنګوئ." نوموړي زیاته کړه چې د قبایلي سیمو د ولس لویه ستونزه دا ده چې د ده په وینا، په دوی کې یووالی نشته.
یو بل قبایلي مشر ملک صمد خان جرګې ته په خپله وینا کې تور پورې کړ چې په اورکزو کې د نورو سیمو وسله وال هم لیدل شوي دي.
ده وویل، "حکومت ته پکار ده چې مضبوط ګام پورته کړي او که حکومت د بهرني خلکو لار نشي نيولای نو بيا دې بايد ځايي خلکو ته د هغوی پرضد د ګام پورته کولو اجازه ورکړي."
د یادونې وړ ده چې په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلکو نه یوازې د ناامنیو پرضد احتجاجونه او جرګې کړي دي بلکې دا تورونه یې هم پورې کړي چې ریاستي ادارې له ځايي خلکو غواړي چې د وسله والو پرضد لښکرې جوړې کړي.
خو د زیاتره قبایلي سیمو قبایلي مشرانو په وار وار ویلي چې ولس ته تحفظ ورکول د ریاست زمه واري ده او ریاست باید خپله زمه واري په عام ولس پوره نه کړي.
د اورکزیو دې جرګې يو بل مشر حاجي محمد رحمان وویل، هغوی داسې ويني چې يو واري بيا په اورکزو کې حالات لا نور خرابيدو پر لور روان دي او دوی ته ويل شوي چې خپل کورونه دې پرېږدي خو د ده په وینا قبايلي خلک یو وارې بيا د يو لوی زيان د زغملو وس نه لري.
د اورکزیو انتظامي چارواکو لا تر اوسه د دې جرګې د ګډونوالو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی. خو تر دې وړاندې حکومتي او امنیتي چارواکو بيا بيا ويلي چې په ټولو قبایلي سیمو کې د امن پرځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیات دوام لري.