ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
په عین وخت کې د پاکستان پوځ په ملک کې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي لپاره اعلان شوي عزم استحکام پوځي عمليات مهم ګرځولي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد علي خان د جون په ۲۸مه په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د هغوی پارټۍ په پښتونخوا کې هېڅ قسم فوځي عملیات نه مني.
د ضلعي پولیسو ویاند فضل نعیم د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د جون پر ۲۰مه غرمه مهال د کواټ په محمدزیو کې شوې ده شوې ده.
د خيبر پښتونخوا په کواټ کې دوه ورځنی هنري نندارتون پای ته رسېدلی دی. د اغوش سکول په نوم تعليمي اداره کې دا نندارتون د مې پر ۱۹مه پيل شوی وو. په هغه ښوونځي کې يتيمو ماشومانو ته وړيا زدکړې ورکول کېږي. د سکول ماشومانو وويل هغوی ډېر خوشحاله دي چې په اداره کې يې هنري نندارتون جوړ شوی وو. ويډيو رپورټ
د خیبر پښتونخوا کواټ ضلعې د افغان کډوالو په کیمپ کې یو مدني فعال الله میر میاخېل په خپل کور کې هغو نجونو ته تعلیم ورکوي چې ښوونځیو ته نه ځي. میاخېل وایي، غواړي چې د هلکانو ترڅنګ نجونه هم د زده کړو مساوي حقونه ولري. د ده په خبره، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې نجونو ته تر درېیم ټولګي پورې بنیادي تعلیم ورکوي
د اپرېل پر ۲۳مه سوداګرو او ځايي خلکو په مېشتي مېنه (چې مېشتي مېله هم بلل کېږي) کې جرګه وکړه او بازارونو ته یې د بجلۍ بحالولو غوښتنه وکړه.
په کواټ کې د څپلیو جوړولو یو مارکېټ دی چې پکې هېڅ برېښنايي مشین نه کارېږي او کاریګر ټول کار په لاس کوي. د کواټ تېلېدارې او پنجې دارې څپلۍ یا کېړۍ پخوا ډېرې مشهورې وې او له پاکستانه بهر هم به هم لېږدول کېدې. د هغو څپلیو جوړېدو او د دوکاندارانو ستونزو په اړه دا ویډیو وګورئ.
قدرت الله مروت د مارچ پر ۲۱مه، مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي خبرونه ناسم دي.
د کواټ د پوليسو مشر فرحان احمد مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۰مه شپې دوه بجې له لاچۍ ټول پلازې سره نېږدې د پولیسو پر امنيتي پوسته ډزې او د لاسي بمونو بريد وکړ چې پکې يې درې سرتېري او يو ولسي وګړی ووژل شو.
د دوابې تاڼېدار شاه راز خان مشال راډیو ته وویل چې بریدونه د سېپټېمبر پر ۲۹مه پر داسې مهال شوي دي چې د تاڼې په جومات کې د جمعې تر لمانځه مخکې خطبه روانه وه.
جلوسونه د حسینیه امام بارګاه بنو بازار نه روان شوي او د ښار مرکزي بازار له لارې میلاد چوک زرګران بازار ته ځي او له هغه ځایه به د نورو جلوسونو سره تر یوځای کېدو وروسته د مازیګر پنځه بجې د سیدعلیم شاه غازي مزار مراسم پای ته ورسیږي.
د کواټ انتظامي مشر ډاکتر عظمت الله وزیر د جولای پر ۱۳مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، د دواړو خواوو ترمینځ یې یو کلنه تیږه ايښې او د سیمې ټولې قبیلي د خبرو له لارې د لانجو پر هواري سلا شوې دي.
په کورمه کې دا پرمختګ پر داسې مهال شوی دی چې د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت لپاره سیمې ته د پوځ او اېف سي ځواک سرتېرو استولو اعلان وکړ.
په همدې حال کې د کورمې انتظامیې د وضعیت کنټرول لپاره په ضلع کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده (دفعه) عملي کړې ده چې ورسره سم، پر جلسو او لاریونونو، په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز دی.
د پولیسو مشر محمد عمران او انتظامي مشر سید سیف الاسلام شاه رسنیو ته ویلي دي چې په بېلابېلو نښتو کې اووه تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل دي.
د جون له ۱۴مې راهیسې د بندو پاتې مزدورانو د ایستلو په عملیاتو کې د مرستندویه ډلې ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو، د کانونو ځانګړو ژغورونکو ډلو او تر ۱۵۰ زیات نورو کسانو برخه واخیسته.
په کواټ کې د افغان کډوالو اووه کیمپونه دي چې ټول پر شاملاتي ځمکو جوړ دي. په وروستیو کې په کواټ کې ځايي خلکو له کډوالو څخه د خپلو ځمکو خالي کولو غوښتنې کړې دي او په دې لړ کې یې هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.
چارواکي وایي، د جون پر ۱۴مه د بره اورکزیو په ښادیزیو سیمه کې د سکرو په کان کې د باران اوبه جمع شوې چې له کبله یې کان کښېناست او پکې درې مزدوران، چې د شانګلې اوسېدونکي دي، بند پاتې شول.
د سیمې د پولیسو ویاند محمد موسا د جون پر ۱۴مه تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل، د بره اورکزیو په ښادیزیو سیمه کې د سکرو په کان کې د باران اوبه جمع شوې چې له کبله یې کان کښېناست.
نور وښیئ