د لاسرسي ځای

تازه خبر

دره ادم خېل: د سکرو کان کې ۳ کسان وژل شوي دي


په بلوچستان کې دوه مزدوران د سکرو له کانه بهر وځي - انځور له ارشیفه.
په بلوچستان کې دوه مزدوران د سکرو له کانه بهر وځي - انځور له ارشیفه.

چارواکي وايي په دره ادم خېل کې د سکرو په یوه کان کې دننه یو کان کیندونکی او دوه د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي وژل شوي دي.

په کوهاټ کې د ژغورنې د ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند جواد اپرېدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه په دره ادم خېل کې د سکرو یوه درنګ ته د باران اوبه ننوتې او هلته یو کان کیندونکی ایسار پاتې شو. د بیان له مخې کله چې د ژغورنې مامورین د ایسار تن د ایستلو لپاره کان ته دننه ورغلل نو دوی هم هلته بند پاتې شول.

جواد اپرېدی وايي په یاده پېښه کې یو کان کیندونکی او دوه د ژغورنې د ادارې کارکوونکي وژل شوي دی. هغه لیکلي چې د ژغورنې د ادارې مامورین روح الامین او صلاح الدین نومېدل.

د خیبر پښتونخوا په ادم خېل دره کې د سکرو ځیني لوی او واړه کانونه یا درنګونه موجود دي چې مزدوران پکې کار کوي. دغو کانونو ته د اوبو ننوتلو او د کانونو د ړنګېدو پېښې تر دې مخکې هم مخې ته راغلې دي. په دغو پېښو کې ډېری وخت مزدوران او ژغورونکي مامورین خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دره ادم خېل په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د قیمتي ډبرو، مرمرو، سکرو او نورو معدنیاتو کانونه او د تېل او ګیس لویې زېرمې دي.

د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.

تر دې وړاندې د اګست په شپږمه د پاکستان د پوځ سرتېرو د سوات زمردو په کان کې بند څلور مزدوران ژغورلي ول.

تر هغې وړاندې د اګست پر درېیمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو کان پرېوتو په پېښه کې دوه مزدوران ووژل شول.

همدا رنګه د جولای پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په یو کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران ووژل شول.

په پاکستان کې د سکرو زیاتره کان کیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG