د پاکستان حکومت تمه ښوولې چې دولتي هوايي شرکت (پاکستان انټرنیشنل اېرلاینز یا پي ای اې) به د ۲۰۲۶ز کال په اپرېل کې د نوي مشر تر واک لاندې خپلې چارې پر مخ یوسي.
د دولتي ادارو د خصوصي کولو یا نجکارۍ چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار محمد علي د ډېسېمبر پر ۲۴مه رویټرز اژانس ته په مرکه کې وویل، ټاکل شوې چې هوايي شرکت تر هغه وخت پورې تازه پانګه هم ترلاسه کړي.
نوموړي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې حکومت هغه ملي اداره په ۱۳۵ اربه (مېلیارده) روپیو نیلام کړه.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، شرکت د ډېسېمبر پر ۲۳مه ازادې بولۍ یا داوطلبۍ ته وړاندې شو چې عارف حبیب کنسورشييم وګاټه اوس به یې ۷۵ سلنه برخه په واک کې وي.
راډیو وايي، د پي ای اې د شخصي کولو پرېکړه د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ وفاقي کابینې کړې ده او حکومت دا کار د خپلو اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام یوه مهمه برخه بولي.
حکومت وايي، د روڼتیا باوري کولو لپاره یې د نیلامۍ یا بولۍ بهیر پر ټېلېوېژن په ژوندۍ بڼه خپور کړ.
په همدې حال کې د پي ای اې د متقاعدو یا رېټایرډ کارکوونکو ټولنې پر حکومتي اقدام انتقاد کړی دی.
د هغې ټولنې د خیبر پښتونخوا څانګې مشر یوسف انور د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د شرکت شخصي کول د ولس او هېواد په تاوان اقدام دی.
د پاکستان حکومت دا اقدام په داسې حال کې کړی دی چې هغه دولتي شرکت له څو کلونو راهیسې له تاوان او مالي ستونزو سره مخامخ دی او پوروړی دی.
محمد علي وايي، د نیلامۍ د پیسو ۹۲.۵ سلنه برخه د پي ای اې پر ښه کولو، د پورونو پرې کولو او د الوتکو پر ترمیم لګوي.
د اردو ژبې شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوموړي له خولې ویلي چې دا پانګونه د هوايي شرکت د "بیا احیا" لپاره مهمه ده او د نړیوالو الوتنو کیفیت به ښه کړي.
حکومت تمه لري چې د دې سودا له لارې به پي ای اې د سیالۍ وړ شرکت شي.
د پاکستان حکومت پي ای اې د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې خرڅلاو ته وړاندې کړی وو، خو په بولۍ کې یوازې یو شرکت برخه واخیسته چې تر هغې وروسته یې دا بهیر وځنډاوه.
د پاکستان ملي هوايي کمپنۍ له کلونو راهیسې له یوشمېر نورو ستونزو سره هم مخامخ پاتې شوې ده.
د ۲۰۱۷ز کال په مې میاشت کې له اسلام اباده لندن ته په تللو دوو الوتکو کې هېروین (پوډر) موندل شوي ول.
په ۲۰۲۰ز کال کې چې پاکستان د خپلو یوشمېر پیلوټانو لايسنسونه (اجازتنامې) جعلي وبلل نو یوشمېر هېوادونو یې پر پروازونو بندیزونه ولګول.
هغه مهال د پاکستان د هوایي چلند پخواني وفاقي وزیرغلام سرور خان قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې د پي ای اې په ګډون د هغه هېواد د یوشمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پیلوټان جعلي بریلیکونه او اجازتنامې لري.
د پاکستان چارواکو په تېرو وختونو کې ټینګار کاوه چې د پي ای اې د مالي او نورو ستونزو مهم لاملونه د زیاتو کارکوونکو ساتل او یوشمېر هېوادونو ته یې پر پروازونو بندیزونه دي.