د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ ډزبندي شوې ده


د خیبر پښتونخوا حکومت په سپارښتنه په کورمه کې له څو ورځو راهیسې جرګې هلې ځلې کولې. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا حکومت په سپارښتنه په کورمه کې له څو ورځو راهیسې جرګې هلې ځلې کولې. (انځور: ارشیف)

د کورمې ضلعي انتظاميه ، او ځايي مشران وايي چې هلته اوس د شیعه ګانو او سنيانو ترمنځ مکمله ډزبندي شوې او دواړو غاړو مورچې امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.

دا خبره د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د کورمې استازي انجېنير حامد حسین، د کورمې د مرستیال کمشنر دفتر او په سیمه کې د شیعه او سني مشرانو د ډسمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته مشال راډیو ته وکړه.

دوی وویل چې دا ډزبندي په جزوي توګه شوې وه خو د دسمبر پر لومړۍ نېټه د برې کورمې په پاتې سیمو پيواړ ، غوز ګړۍ، کونج عليزو او تري منګلو کې هم مورچې حکومتي ځواکونو ته حواله شوې.

د چارواکو او خايي خلکو په وینا، په سیمه کې به د دسمبر له دویمې ټولې تعليمي ادارې، دفترونه او بازارونه پرانستل شي خو کورمې ته تلونکې لارې به لا هم بندې دي.

یو شمېر ځايي خلکو مشال راديو ته ويلي چې د دسمبر بر لومړۍ نېټه په سیمه کې د موبایل ټيليفون او ډي ايس ايل انټر نيټ سروس بحال شوې وو خو د دسمبر پر دویمه بیرته بند شوی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د کورمې د نښتو درولو لپاره د نومبر پر ۳۰مه په کواټ کې جوړې شوې جرګې ته د خپل کردار ادا کولو سپارښتنه کړې وه.

نوموړي د جرګې مشرانو ته د کورمې د امنیت لپاره د خپل کردار ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ورسره یې په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

ګنډه پور اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې په کورمه کې دې ټولې مورچې ړنګې کړي او د امن خرابوونکو او د قانون سرغړوونکو پرضد دې سخت اقدامات وکړي.

نوموړي وویل چې د صوبايي حکومت په غوښتنه پوځ په سیمه کې ځای پر ځای شوی او پولیس او پوځ دې په ګډه د ناامنۍ پیدا کوونکو پر وړاندې کاروايي وکړي.

اعلاوزیر دارز ضلعي انتظامیې ته امر وکړ چې په سیمه کې دې له خلکو وسلې ټولې کړي او له وفاقي حکومته یې وغوښتل چې هلته دې د امنیت لپاره د اېف سي ځواک سرتېري ولېږدوي. وفاقي حکومت لا د نوموړي د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې حکومت به یې د تاوتریخوالي له وجې له بې کوره شویو خلکو سره مالي مرسته کوي.

په عین وخت کې د خيبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هم په کورمه کې د مورچو ختمولو او وسلو ټولولو غږ کړی دی.

فيصل کريم کونډي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د کورمې د حالاتو د جاج اخيستو لپاره کوهاټ ته تللی وو او په دې لړ کې يې له يوې جرګې سره ملاقات وکړ.

نوموړي وروسته رسنیو ته وويل چې د کورمې د جګړې هراړخيزه جاج اخيستل پکار دی او باید هلته له خلکو څخه وسلې ټولې شي.

ده وویل، "زه نه منم چې شيعه او سنيان دې د يو بل سر پرې کړي. دې کې نور عناصر هم لاس لري نو دې اړخ ته هم کتل پکار دي. زه به وایم چې مورچې ختمي شي او وسلې راټولي شي."

په کورمه کې نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پکې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول.

تر هغه وروسته، د نومبر پر ۲۲مه په سني مېشتې بګن سيمه کې وسلوالو د ځايي ولس سلګونه کورونه او دوکانونه وسوځول او ځينې کسان يې يرغمل کړل. پر هم هغه شپه په بګن سيمه کې د نښتو پر مهال ۲۵ کسان ووژل شول.

په سیمه کې د فرقه ییزو نښتو له پیل راهیسې ۷۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل دي. په دې توګه د نومبر ۲۱مې په برید او نښتو کې د وژل شویو ټول شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

تر هغې وروسته د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دواړو لوریو د نښتو پر درولو موافقه کړې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

  • انځور سایز

    ممتاز بنګښ

    ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي. 

XS
SM
MD
LG