ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
د جون پر ۱۰مه بارانونو او طوفان په کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې ۲۷ کسان ووژل او ۱۴۶ یې ژوبل کړل. بارانونو او سیلۍ تر ۶۰ زیاتې ودانې هم زیانمنې کړې.
حکومتي چارواکو هغه ځای ته د ولسي وګړو د اسانتیاوو د مرکز (سېټیزن فیسېلېټي سېنټر) نوم ورکړی دی چې خلک به ورته د شناختي کارډونو، پاسپورټونو او نورو اړوندو اسنادو د ترلاسه کولو چارو لپاره ورځي.
د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د درانيانو د وخت زياتره زړې ودانۍ نړېدلي دي. په هغه ښار کې د درانيانو يوه زړه کلا ړنګه شوې خو د هديرې وداني او مينار لا هم پر خپل اصل حالت پاتې دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا د کواټ په تاندا ډېم کې له ډوب شویو څخه ۱۲ کلن ماشوم حمزا لا هم نه دی را اېستل شوی. چارواکي وايي چې د دې لپاره هلې ځلې په پرلپسې روانې دي. په تاندا ډېم کې د جنورۍ پر ۲۹مه تر ۵۰ زیات ماشومان ډوب شوي وو خو د نورو مړي را اېستل شوي او د
د کواټ د پولیسو ویاند فضل نعیم د فبرورۍ پر دویمه ماښام مهال تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل، چې یو مساپر وړونکی فلاینګ کوچ (های اېس) ګاډی له سرنګ سره نېږدې له بار وړونکې لارۍ سره وجنګېد.
د کوهاټ په تانده ډېم کې د کشتۍ ډوبیدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی. د نورو جسدونو د موندلو لپاره د مرستندويه ډلو عمليات د پېښې په درېمه ورځ هم دوام لري. د ډويژنل هېډ کوارټر هسپتال یو مسوول ډاکټر خان عسکر مشال ريډيو ته ويلي تر دې مهاله د ۳۰ زده کوونکیو مړي د هغوی روغتون
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۶ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنک له خوا د د کوهاټ په ګډون د ملک په ګڼ شمېر ښارونو کې د علي وزیر لپاره پراخې احتجاجي مظاهرې وشوې.
د کوهاټ پولیسو د علي وزیر لپاره پر مظاهره کوونکو ۲۲ کسانو مقدمې جوړې ملتپال مشر جاوید خټک د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا په اعلان شوي احتجاج کې د ګډون پر مهال له خپلو ۲۲ ملګرو سره ونیول شو..
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اورکزیو ضلعې استازي غازي غزن جمال رسنيو ته ويلي، په قبايلي ضلعو کې د ځنګلونو د خوندیتوب په اړه نوی قانون جوړ شوی چې له عملي کېدو سره به یې د ځنګلونو د وهلو بشپړ مخنیوی وشي.
اژانس وايي، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او نورو حکومتي چارواکو پر پېښه د خپګان څرګندونه کړې ده. عارف زیاتوي چې چارواکو د کان دننه د چاودنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د کان کیندونکو د اتحاديې يو مخکښ عابد يار د نومبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې هغه کسان په کان کې د اکسيجن د کموالي له امله مړه شوي دي. د نومبر پر ۲۷مه په شوې پېښه کې وژل شوي دواړه کسان د شانګلې اوسېدونکي دي.
د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې وسله والو د پنجشنبې (زیارت) شپې مهال د جمرود په نوې ابادۍ کې د پولیسو د ګزمې یا ګشت پر مهال برید وکړ چې پکې سرتېری محسن اپرېدی ووژل شو.
په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن کې د ناامنۍ ځينې پېښې وشوې چې ځايي ولس پرضد غږ پورته کړ. هغوی په سيمه کې د هدفي وژنو مخنيوی او هلته د امنيت ټينګولو غوښتنه کوله.
د اپریل پر ۲۲مه، د کوهاټ په لاچۍ کې خلکو د هغې پېښې پر ضد مظاهره وکړه چې درې ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې مخې ته راغله او په ترڅ کې یې د لاچۍ دوه ځوانان، په هدفي برید کې ووژل شول. مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د شفیع الله او عدنان په نومونو د وژلو شویو دغو ځوانانو له کورنیو سره دې انصاف وشي. د لاچۍ ځوانان په اېف سي کې د کارموندلو لپاره وزیرستان ته ورغلي وو. نور تفصیل په دې ویډیويی راپور کې وګورئ.
د قامي اسمبلۍ د هغې څوکۍ لپاره د پاکستان تحریک انصاف ډاکتر ندیم خیال، د عوامي نیشنل ګوند سعید عمر، او د جمعیت علمای اسلام (ف) مفتي عبدالله ترڅنګ عتیق احمد او محمد سعید هم په خپلواک حیثیت کې نوماندان دي.
انتظامیه د نوماندانو اندېښنې ردوي او وايي، د فبرورۍ پر ۱۳مه بلدیاتي انتخابات کوي. د انتظامیې په وینا، د انتخاباتي کمېشن چارواکي سیمې ته رسېدلي دي او ټولې ادارې انتخاباتو ته چمتو دي.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په هغو سیمو کې چې پښتانه پکې ډېر میشته وي، هلته بیا بیا د ګوزڼ کمپېن ډلې د وسله والو تر بریدونو لاندې راځي او تر اوسه پکې په لوی شمېر د روغتیا کارمندان او پولیس افسران وژل شوي دي.
د کان کېندونکيو د اتحاديې مشر علي باش خان وايي چې څلور واړه کان کېندونکي د خیبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي دي.
د ځايي پوليسو په وينا، دوی ته خبر ورکړل شو چې د يو ځايي تن نادر خان د کور په يوه کوټه کې د ګېس جمع کېدو له کبله د هغه په ګډون د نوموړي مېرمن او څلور ماشومان مړه شوي دي.
نور وښیئ