د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې د وسلوالو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي، ۶ ژوبل دي


په کرک کې خلک او د مرستندویه ادارې کارکوونکي په یو برید کې د وژل شوي پولیس جسد انتقالوي - پخوانی انځور.
په کرک کې خلک او د مرستندویه ادارې کارکوونکي په یو برید کې د وژل شوي پولیس جسد انتقالوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کرک ضلعې په داود شاه بانډه کې په یو وسلوال برید کې درې پولیس وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د ضلعې د پولیسو ویاند شوکت علي د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر پینځمه شپې مهال د داود شاه بانډې په بهادرخېلو کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

نوموړی وايي، د پولیسو په ځوابي کاروایۍ کې وسلوال په شا وتمبول شول خو دا یې روښانه نه کړه چې ایا پکې وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

شوکت علي وايي، ژوبل پولیس سرتېري د کرک او پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د کرک د پولیسو چارواکي وايي، په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) رسنیو ته په استولي بیان کې د برید ذمه واري منلې ده.

تر دې وړاندې هم په کرک او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې وخت په وخت وسلوالو پر پولیسو بریدونه کړي چې پکې یې هغوی ته مرګژوبله اړولې ده.

د فبرورۍ پر څلورمه د بر جنوبي وزیرستان په شکتوی کې د پوځ پر پوسته په بريد کې څلور عسکر ووژل او اووه ژوبل شول. پر هم هغه ورځ وسلوالو د هغې ضلعې د لدا تحصيل په سپينه مېنه کې درې پوليس له خپلو کورونو وتښتول.

د خیبر پښتونخوا کرک ضلع د تېلو، ګیسو، اورانییمو او نورو قدرتي وسایلو له پلوه غني سیمه ده چې پکې په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده.

د بدامنۍ پېښو د ځايي خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي او هغوی د مظاهرو او جرګو له لارې له حکومته غوښتنه کوي چې د سر او مال د خوندیتوب باوري کولو لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

په کرک کې دا برید تر هغې یوه ورځ وروسته شوی دی چې د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هلته په یوه ولسي غونډه کې پر حکومت غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې قامي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) په بشپړ ډول عملي کړي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونه او همدارنګه امنیتي او پوځي چارواکي هم وخت په وخت وايي چې په ملک کې د امن و امان د وضعیت د ښه کولو لپاره لاس په کار دي او په همدې موخه په ناامنو سیمو کې وخت په وخت هدفي عملیات کوي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG