رابطة العالم اسلامی غونډه: اسلام نجونو ته د تعليم حق ورکړی، هېڅوک یې باید ترې وانخلي
د رابطه العالم اسلامی لخوا جوړه شوې نړیوالې غونډې په خپل پرېکړه ليک کې ويلي چې په اسلام کې د نجونو پر تعليم د بندیز جواز نشته او باید هېڅوک یې مخه ونه نیسي. په اسلام اباد کې جوړه شوې دا غونډه د سعودي عرب د غیرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامی د مشر او مشهور دينيعالم، شيخ محمد بن عبدالکريم العیسی لخوا راغوښتل شوې وه. هغه پر هېوادونو غږ وکړ چې د نجونو د زده کړو مخنيوي لپاره باید شرعي دلايل ونه لټوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. دوی د دې کار لپاره شرعي دلايل راوړي خو د نړۍ ګڼو دينو عالمانو د طالبانو د دې کړنې مخالفت کړی دی. د اسلام اباد د غونډې په اړه د راشد خټک راپور وګورئ.