عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
په اسلام اباد د کورمې یوشمېر اوسېدونکو یو کال مخکې پر ښوونځي په حمله کې د څلورو استادانو او درې مزدورانو د وژنې پرضد مظاهره کړې. د مې څلورمې د احتجاج ګډونوالو وویل چې یو کال پوره شو خو حکومت لا هم د وژل شویو له کورنیو سره انصاف نه دی کړی. ویډیويي رپورټ.
د اسلام اباد ښار په منځ کې د اېف ناین په نوم په یو پارک کې د یوې کمعمرې نجلۍ سره د جنسي تیري پر ضد پرون مدني فعالانو چې مېرمنې هم پکې وې، مظاهره وکړه.
په اسلام اباد کې "د مهربانۍ عمل" په نوم یو خیریه سازمان هره ورځ بې وزله خلکو او مزدورانو ته روژه ماتی برابروي. ځینې خواریکښو مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد ته مزدورۍ ته ورغلي دي او کار نه لري نو مجبور دي چې هلته ورشي او وړیا ډوډۍ وخوري. په دې اړه نور په ویډیويي رپورټ کې.
مدني او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستانه د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د تښتونې او ودولو پرضد مظاهره کړې ده. د مارچ پر ۲۴مه مظاهرچیانو وویل چې د نجلۍ د تښتونې مقدمه دوه میاشتې مخکې دایره شوې خو چارواکو یې د تښتوونکو پرضد اقدام نه دی کړی. چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسلام اباد په یو کلتوري مرکز "لوک ورثه" کې د مېرمنو د لاسي صنايعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی وو. دا نندارتون د مېرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی وو چې پکې د پاکستان د نورو برخو تر څنګ د خیبر پښتونخوا مېرمنو هم خپل د لاس جوړ شوي توکي نندارې او پلور ته اېښي ول. ويډيويي راپور
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د پېښور او د اسلام اباد د ښځو د لوبډلو ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ سیالي شوې چې د اسلام اباد لوبډلې ګټلې ده. د مارچ شپږمې د سیالۍ مقصد د ښځو لوبو ته وده ورکول وو. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د اسلام اباد په ژوبڼ کې له څه مودې راهيسې ځناور د نندارې لپاره نه وړاندې کېږي بلکې هغه ځای اوس د ځناورو د ژغورنې او درملنې په مرکز اوښتی دی. د ژوبڼ انتظاميه وايي چې تر ۳۰۰ زيات ځناور يې ژغورلي او بېرته يې ځنګله ته وړي دي. ويډيو رپورټ
د پاکستان یوشمېر خبریالانو په اسلام اباد کې د خبریال اسد طور د نیولو پرضد احتجاج کړی دی. د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د فبرورۍ پر ۲۶مه پر ټولنیزو شبکو د عدلیې پرضد د څرګندونو په تور نیولی چې هغه رد کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د بېلابېلو مورنیو ژبو درې ورځنۍ کتابي او ادبي مېله ترسره شوې ده. مېلې ته د شاعرانو او ادیبانو تر څنګ د کتابونو د لوست مینه وال هم ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې او له انتخاباتي کمېشنه یې وغوښتل چې د ۴۵م نمبر فورمې پر اساس دې د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو نتیجې اعلان کړي. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټول بهیر پوره شفاف او عادلانه وو. د مظاهرو په اړه ویډیويي رپورټ.
د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمان عورت مارچ په اسلام اباد کې د عدالت د هغې پرېکړې پر ضد مظاهره کړې چې پکې یې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي ته د عدت مودې نه پوره کېدو پر سر د بند سزا واروله. ویډیویي راپور.
د کورمې یوشمېر اوسېدونکو، چې پکې ماشومان هم شامل ول، په اسلام اباد کې مظاهره کړې ده او له حکومته یې په هغه ضلع کې د امنیت غوښتنه کړې ده. د جنورۍ ۱۴مې د مظاهرې ګډونوالو په وروستیو کې په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو د وسلوالو حملو غندنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ د تاڼې اوسېدونکی بلال خان له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې د اهنګ کده په نوم د رباب د زده کړو مرکز چلوي. دی وايي، په اسلام اباد کې ډېری ځوانانو د رباب او موسیقۍ زده کړو ته مخه کړې ده. ویډیويي رپورټ.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په وینا لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر پر ۲۳مه د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی. دوی حکومت ته درې ورځې وخت ورکړی دی چې نیولي مظاهرچیان دې خوشې کړي. د اسلام اباد پرلت په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسلام اباد پولیسو د ماورای عدالت وژنو او بې درکیو پرضد یوشمېر بلوڅ لاریونوال نیولي دي احتجاجیان چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته داخل شول نو پولیسو یې مخه ونیوله او بیا یې د خبریالانو مرکز مخې ته د هغوی احتجاجي کیمپ ړنګ کړ. د بلوڅانو لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو زده کوونکو ميندو پلرونو او فعالانو د هغوی نهم تلین لمانځلی دی. دوی د پېښور د ارشیفونو تالار (ارکایېفز هال) او په اسلام اباد کې د وژل شویو په یاد کې غونډې وکړې او شمعې يې بلې کړې. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. ویډیویي راپور.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د هنزې د ښځو فوټبال يوه لوبډله اسلام اباد ته په سياليوکې د ګډون لپاره تللې ده. د شمس په نوم د هنزې د يو فوټبال کلب لوبغاړو په وينا د دې دورې هدف د نجونو لوبو ته وده ورکول دی. ويډيو رپورټ.
په اسلام اباد کې د کلتورونو د ودې لپاره ۱۰ ورځنۍ مېله د نومبر پر ۱۳مه پای ته ورسېده. په مېله کې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شول. دا مېله هر کال کېږي چې زرګونه کسان د کلتوري شیانو اخیستو ته ورځي. تفصیل په ویډیو کې.
انځورګر او خطاط رفعت خټک وايي چې د خپل کلي "شيدو" ديوالونه او د کابل سيند غاړه د ده لومړی کينوس و. د اطلاعاتو محکمې نه له تقاعد اخيستو وروسته رفعت خټک د اسلام اباد په پارکونو، شاوخوا کلو او د مارګلې په غرونو کې ګرځي او چې کومه منظره يې خوښه شي
نور وښیئ