اسلام اباد کې خبریالانو د برېښنايي جرمونو مخنیوي ترمیمي قانوني مسودې منظورۍ ضد احتجاج کړی
په اسلاماباد کې خبریالانو د برېښنایي جرمونو مخنیوي ترمیمي قانوني مسودې د منظورېدو پر ضد احتجاج کړی دی. د احتجاج پر مهال د پولیسو او خبریالانو ترمنځ اخوډب هم شوی دی. خبریالان وايي چې د نوي قانون له لارې حکومت غواړي رسنۍ او خبریالان وتړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سېنېټ نن (جنورۍ ۲۸مه) د هېواد د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون "پیکا" کې هغه جنجالي ترمیمونه بېل منظور کړ چې خبریالانو او اپوزیشن یې مخالفت کاوه. د پيکا ۲۰۱۶م ترمیمي بېل په داسې حال کې منظور شوی چې د سېنېټ د غونډې د پوښښ لپاره ورغلي هلته ناست خبریالان احتجاجاً ووتل.خو بلخوا حکومت وايي چې په قانون کې نوي بدلونونه د ناسمو خبرونو د مخنیوي لپاره دي. ویډیویي رپورټ.