عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د پاکستان تحریک انصاف غړو او پلویانو د ګوند بنسټګر عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په قضیه کې د بند او جرمانې سزا اورولو پرضد په پېښور کې مظاهره کړې. مظاهرچیانو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په نعرو کې له حکومته د خان د خوشې کولو غوښتنه کوله.
په مردان کې د معذورانو ترمینځ دوه ورځنۍ سپورټي سیالۍ د جنورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدل. د هغو لوبو انتظام ضلعي انتظامیې او د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې کړی وو چې پکې د درو ضلعو تر ۱۰۰ زیاتو لوبغاړو ګډون وکړ او موخه یې د معلولینو ځواکمنتیا او د هغوی د استعدادونو ښکاره کول ول. ویډیويي رپورټ.
د مردان په منګا کلي کې له کلونو راهيسې په دوديزه طريقه جامې او څادرونه جوړېږي. د جوړوونکو په وينا، د پلار نيکه له وخته په لاسي کډو څادرونه او د خامتا جامې جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور په جناح باغ کې د احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له صوبايي حکومت نه د فنډونو او اختیاراتو غوښتنه وکړه.
سیتار او منګی چې د پښتنو د حجرو ښکلا ګڼل کېږي، په وروستیو کې یې دود لږ کم شوی دی. خو لا هم داسې خلک شته چې سیتار غږوي او مینه ورسره لري. د چارسدې زین الله جان استاد د تېرو ۴۶ کلونو راهیسې سیتار غږوي.
د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د درو تورنو انساني قاچاقبرانو او د خپلو دوو افسرانو، چې د دوی په وینا خپله دنده یې په سمه توګه سر ته نه وه رسولې، د ګرفتارۍ خبر ورکړی دی.
په پېښور پوهنتون کې د ژمنیو ګلانو کلنی نندارتون پیل شوی دی. د پوهنتون مشر بڼوال یا مالیار وايي له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې ګلان نندارې ته ږدي. لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده. دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د احتجاج لپاره د اسلام اباد پر لوري تګ ته دوام ورکړی دی. د نومبر پر ۲۵مه د پنجاب په برهان انټرچېنج کې د پي ټي ای د احتجاجیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب وشو
د پاکستان تحريک انصاف غړي او مشران د يوې ورځې تېرېدو برسېره هم د احتجاج لپاره د اسلام اباد ډي چوک ته نه دې رسېدلي. د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان د نومبر پر ۱۳مه پر خپلو پلويانو غږ کړی وو چې د نومبر پر ۲۴مه دې په اسلام اباد کې احتجاج وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مشران او غړي په اسلام اباد کې د نومبر ۲۴مې په احتجاج کې د ګډون لپاره له پېښور او صوابۍ تر تېرېدو وروسته د هېواد پلازمېنې پر لوري خوځېدلې ده. خو د پاکستان حکومت پلازمېنې ته تلونکې بېلابېلې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
د پېښور د خبریالانو مرکز د خبریالانو لپاره د کرکټ سیالیو انتظام کړی وو چې پکې ۱۸ لوبډلو برخه واخیسته. د سیالیو پایلوبه د نومبر پر ۲۱مه وشوه چې پکې پي پي سي مارخور لوبډلې پي پي سي زلمي ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
د خیبر پښتونخوا په لسګونو ماشومانو د صوبايي اسمبلۍ په تالار کې په غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی. د هغې غونډې تابیا اسمبلۍ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) د نومبر پر ۲۰مه د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت کړې وه. ویډیويي رپورټ.
د خيبرپښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې په پېښور کې د انځورونو درې ورځنۍ نندارتون پیل کړی دی چې پکې د پېښور ښار له ۳۰ څخه زیات تاریخي انځورونه اېښودل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د نوښار په جامعه عثمانیه کې د کرکټ په ګډون څلور ورځنۍ سپورټي سیالۍ او فرهنګي مېله شوې ده چې موخه یې د اقلیمي بدلون په اړه پوهاوی زیاتول او د مدرسو په اړه منفي فکر ختمول ول. ویډیويي رپورټ.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
پاکستان تحریک انصاف د نومبر په نهمه په صوابۍ کې احتجاجي جلسه وکړه، چې موخه یې د عمران خان او د ګوند د نورو غړو له جېلونو د راخوشې کولو غوښتنه وه. په جلسه کې د نورو صوبو پلویانو هم ګډون کړی
د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرایمري ښوونځیو د استادانو اتحادیې (اېپټا) په پېښور کې د خپلو غوښتنو لپاره پرلت پیل کړی دی. د اېپټا مشران وايي چې په پېښور جناح پارک کې روان پرلت پرلت به تر هغو پورې دوام وکړي تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډیويي رپورټ وګورئ.
د اتحادیې مشر عزیز الله خان د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې استادان په پېښور جناح پارک کې پرلت پیلوي او دا به تر هغې روان وي چې غوښتنې یې ومنل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجونه کړي.
نور وښیئ