د باجوړ یو کډوال وايي تر پېښوره یې د ۳ ساعتونو سفر په ۷ ګېنټو کې وکړ
د خیبر پښتونخوا له باجوړه د عملیاتو له وجې د بې کوره شوې کورنۍ یو غړی وايي، له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی. عبدالرحمان مشال راډیو ته وویل، له ماموندو څخه یې په رکشو او ګاډو کې تر پېښوره د درې ساعتونو سفر په اووه ګېنټو کې وکړ او یو ډرېور ورڅخه څو چنده زیاته کرایه واخیسته. دی وايي، د زیاتره بې کوره شویو د کورنیو یو یا دوه غړي په کورونو کې پاتې دي چې د سامان ساتنه وکړي. رحمان وايي، مور یې د کور او کلي په اړه زښتې اندېښنې لري او ژاړي. له باجوړه لسګونه کورنیو تر هغې وروسته کډې کړې دي چې انتظامیې د جولای پر ۲۹مه په لوی ماموندو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ. رحمان په دې ویډیو کې د خپلې کډوالۍ کیسه کوي.