فعالانو پېښور کې د "ناموس په نوم" د وژنو ضد مظاهره کړې
د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان شرکت ګاه فعالانو د جولای پر ۲۵مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته د "ناموس په نوم" د وژنو ضد مظاهره کړې. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په بلوچستان کې د یوې جرګې د پرېکړې پر اساس د یوې ښځې او سړي د وژنې ویډیو خپره شوه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول. داراز، په وروستیو اونیو کې په خیبر پښتونخوا کې د "ناموس په نوم" د ښځو د وژنو یوشمېر پېښې وشوې. په دې اړه لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.