پاکستان کې د لمریزې برېښنا هندارې ګرانې شوې دي
د پاکستان وفاقي حکومت د نوي مالي کال په بودیجه کې په لمریزه انرژۍ چلېدونکو هندارو ۱۸ سلنه ټیکس لګولو اعلان کړی دی. له دې اعلانه وروسته په پاکستان کې د لمریزې برېښنا د تولید د هندارو بیې لوړې شوې دي. د خیبر پښتونخوا ځینو خلکو مشال راډیو ته ویلې دي چې د یوې هندارې په بیه کې له درو تر پینځو زرو روپو پورې فرق راغلی دی. نور حال د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې: