عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه له سهاره تر ماښام پورې په مختلفو وختونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د مرکزونو پېښور او کوټې په ګډون په ګڼو وړو او لویو ښارونو او سیمو کې احتجاجې لاریونونه او غونډې وشوې.
په خیبر کې د پښتنو د قامي عدالت په نامه جرګې په پاکستاني پوځ او وسلوالو ډلو غږ کړی چې په دوو میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.د اکتوبر ۱۳مې په شپه ناوخته د دغې درې ورځنۍ جرګې په ۲۲ مادو مشتمله اعلامیه د ګډونوالو په وړاندې اعلان کړه.
په داسې حال کې چې په لسګونو خیمو کې د پاکستان د پښتون مېشته سیمو استازو پر مختلفو موضوعاتو بحثونو او مشورو ته دوام ورکړی دی، د بېلابېلو ګوندونو مخکښ سیاستوالان د لویې جرګې پر درېیمه او وروستۍ ورځ د جرګې مرکزي تالار ته ورغلي او هلته یې ناستو کسانو ته ویناګانې کړې دي. په دې اړه ویډیويي راپور.
د غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر ۱۱مې په شپه ناوخته د خيبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې لپاره راټول شوو خلکو ته په خپله وينا کې وويل، که څه هم ټاکل شوې وه چې د پښتون قامی عدالت په نوم جرګه به د اکتوبر پر ۱۱ مه پيل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر پر ۱۱مه د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنۍ چارې پیل کړې دي. ټاکل شوې وه چې جرګه سهار پیل شي خو وروسته یې وویل چې انتظامات بشپړوي. د پي ټي اېم مخکښ فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د جرګې پر مهال به هېڅ مشکل نه جوړېږي. نور په ویډیو کې.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو او د عدلیې د ازادۍ لپاره نن (د اکتوبر پر څلورمه) د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د مظاهرې اعلان کړی دی.
د صوابۍ ضلعې د پولیسو مشر هارون الرشید تر پېښې وروسته رسنیو ته وویل په ګودام کې هغه بارود ایښي ول چې پولیسو د بېلا بېلو کاروایانو پر مهال نیولي ول او په اړه یې مقدمې روانې وې، نو ځکه یې ضایع کړي نه ول.
پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر پر ۲۱مه د خپل زنداني رهبر عمران خان او نورو سیاستوالانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي جلسه وکړه. د ګوند ګڼ سیاستوالان، غړي او پلویان له لاهور ښار سره نېږدې جلسې ته ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د چارسدې ضلعې د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ترمخه، پېښه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ترنګزی په خټ کورونه کلي کې د شپې مهال شوې چې پکې ساجد نومي تن، د هغه میرمن او درې بچیان وژل شوي دي.
د سپټمبر په ۸مه، د پاکستان تحریک انصاف مشرانو او پلویانو د ګوند د مشر، عمران خان، د جیل نه د راخوشي کولو لپاره په اسلاماباد کې احتجاجي جلسه وکړه.
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د استازو د مظاهرې پر مهال اخ و ډب شوی دی. د سېپټېمبر پر څلورمه د بلدیاتي حکومتونو استازو د اعلاوزیر دفتر مخې ته د تګ هڅه کوله چې پولیسو یې مخه ونیوله
په پاکستان کې سوداګرو د بجلۍ د ګرانۍ او د نوو لګول شوو ټېکسونو ضد کې هړتال کړی دی. نن ( اګست ۲۸مه) د هېواد په لویو او وړو ښارونو کې دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي دي. دوی له وفاقي حکومت د تاجر دوست په نوم سکيم ختمولو غوښتنه کوي خو حکومت له دغسې کولو انکار کړی دی. تفصیل په ویډیو کې
عوامي نېشنل ګوند هر کال د بابړې د پېښې د يادولو لپاره غونډې کوي
د اګست په نهمه، په پېښور کې نرښځیانو د صوبایي حکومت پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې مظاهره کې شریکو نرښځیانو وویل چې له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کال د مې میاشتې پورې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۰ نرښځیان وژل شوي او په ۳۰۰۰ نرښځیانو باندې تشدد شوی دی.
امداد الله او میا اصغر شاه، چې په پښه معذوره دی، د خیبر پښتونخوا د چارسدې اوسېدونکي دي او له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په هدیره کې ونې، بوټي کښېنوي.
دوی د اګست پر پنځمه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ له بازار سره نیږدې په یوه جلسه کې ویلي چې د عمران خان او د ګوند د نورو بندي غړو د خوشي کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.
تحريک انصاف د خپلو مشرانو خوشې کېدل غواړي
په عین وخت کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی او تر ۳۵ زیات ژوبل دي.
د ځايي خلکو او صحت محکمې په وینا، دا تازه مرګ ژوبله د جولايي له ۲۵ راهیسې اوښتې ده. له دې سره په مجموعي توګه دواړو غړو ته د وژل شویو شمېر اته او ټپي شویو شمېر ۷۸ ته رسېدلی دی.
تحریک تحفظ ایین پاکستان یا د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ د هېواد په ګڼو ښارونو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د خوشي کولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د جولای پر ۲۶مه په کوټه او پېښور کې احتجاج کوونکو د ګرانۍ، عزم استحکام عملیاتو، او د بنو پر امن پاڅون د ډزو مخالفت هم وکړ..
نور وښیئ