د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان له جلاله کیمپه د افغان کډوالو کډې وطن ته روانې دي


د مردان له جلاله کیمپه د افغان کډوالو کډې وطن ته روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده. د مردان په جلاله کیمپ کې هم له تېرو څو لسیزو نه زیات شمېر افغان کډوال اوسېدل چې اوس یې کورونه سپړلي او د وطن په لوري کډې باروي. دوی وايي د پاکستان پرېکړې دوی اړ کړي چې وطن ته ولاړ شي. پاکستان تر دې وړاندې افغان کډوالو ته د اګست تر ۳۱مې پخپله خوښه وطن ته د ستنېدو نېټه ټاکلې وه او ویلي یې وو چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې نه به دوی په جبري ډول ستنول کېږي. د مشال راډیو خبریال راپور لري.

XS
SM
MD
LG