فضل جمیل وايي په معذوره کېدو یې ډېر وژړل خو روزګار ته یې دوام ورکړ
فضل جمیل د مردان د چکړو پله سیمې اوسېدونکی دی. دی وايي، څو کاله مخکې چې په یوه پېښه کې معذور شو نو ډېر یې وژړل خو پر دې سربېره یې پرېکړه وکړه چې کار ته دوام ورکوي او ځان او کورنۍ ته روزي ګټي. هغه په مستریانو ځان ته یوه ځانګړې موټرسایکل رکشه جوړه کړې چې دی یې چلوي او ځايي دوکاندارانو ته سامان لېږدوي. جمیل وايي، پخوا یې لارۍ چلوله او ټیکسي یې هم چلولی دی. دی وايي، خوشاله دی چې هره ورځ له ۱،۰۰۰ څخه تر ۱،۲۰۰ پورې روپۍ ګټي. موږ د فضل جمیل پر ژوند دا ویډیو جوړه کړې.