عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د خیبر ضلعې د جمرود په رېګلي للمه کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم په روانه جرګه کې نه یوازې د پښتنو پر ستونزو او د هغو پر حللارو بحثونه روان دي بلکې هلته لنډمهالي کاروباري هلې ځلې هم زیاتې شوې دي. لیکوال علي ارقم هم هلته ورغلی وو او له مشال راډیو سره یې د سترګو لیدلی حال شریک کړ.
د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه. د کورنیو چارو وزارت په دې اړه په يوه فرمان کې وویل چې د ترهګرۍ د مخنيوي قانون له مخې غورځنګ ناقانونه ګرځوي.
د خيبر پښتونخوا پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر ۱۱مې جرګې د مخنيوي لپاره د رېګي للمه ميدان په خپله ولکه کې اخیستی دی. غورځنګ وايي چې د اکتوبر پر نهمه د پولیسو او د اېف سي ځواک سرتېرو په ډزو کې یې درې پلویان وژل شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بشپړه خپرونه وګورئ.
سفارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د اکتوبر پر ۶مه د شبې شاوخوا ۱۱ بجې له جناح هوايي ډګر څخه د کراچۍ د پورټ قاسم د برېښنا شرکت کارکوونکي د چينايي وګړيو يوه قافله روانه وه چې حمله پرې وشوه،
له یوې مودې راهیسې د پاکستان د سپریم کورټ د قاضیانو ترمینځ د قانوني او د عدالت د انتظامي چارو په اړه اختلافات ژور شوي دي. پوښتنه دا ده چې د قاضیانو ترمینځ د اختلافاتو تر شا څه دي؟ ځواب یې په دې رپورټ کې.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر په توګه د علي امين ګنډه پور د رول جاج اخيستل شوی دی. ګنډه پور تر هغې وروسته په سياسي توګه زیات فعال شو چې تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر عمران د خوشې کولو لپاره احتجاجي غونډې پیل کړې. بشپړه خپرونه وګورئ.
ادارې د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د پښین د دوه نیم کلن ماشوم په وینه کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ د پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي په نوم ماورای عدالتي وژنو ته په پام په هغه هېواد کې پر زیاتېدونکې سختدريځۍ او په ټولنه کې د کمېدونکې زغم پر لاملونو بحث شوی دی. خپرونه وګورئ.
د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د پاکستان د واکمن اېتلاف له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم د مسوده پارلېمان ته د نه وړاندې کولو پر لاملونو بحث شوی دی. حکومت رسماً دا نه دي ويلي چې پارلېمان ته يې د اییني بدلونونو د وړاندې کولو اراده لرله. بشپړ بحث وګورئ.
لندن مېشتی سافټوېير انجینر حنیف الرحمن وايي چې ښايې په راتلونکو څو میاشتو کې به د هغه سافټوېير لومړۍ بڼه په رسمي توګه کار پیل کړي ورسره به پښتانه له کمپیوټر یا موبایل ټېلېفون سره په پښتو خبرې وکړای شي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر اتمې تر جلسې وروسته د هغه ګوند د مشرانو تر نیولو پس وضعیت ته ځانګړې شوې ده. پي ټي ای پر هغه ورځ د خپل رهبر عمران خان د خوشې کولو او امنیت لپاره په اسلام اباد کې مظاهره وکړه. بحث وګورئ.
د عوامي نېشل پارټۍ پخواني ویاند زاهد خان د اختلافاتو له امله له ګوند څخه استعفا ورکړې ده. نوموړي دا اعلان له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړ. زاهد خان د خيبر پښتونخوا د کوز دير اوسېدونکی دی
د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو اوسېدونکي وايي چې هلته د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې یوازې په اګست کې په پاکستان کې ۵۹ حملې شوې وې
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د ولسونو او سیاسي ګوندونو له خوا د وسلوالو پرضد د "عزم استحکام" په نوم د اعلان شويو پوځي عملیاتو د مخالفت پر لاملونو بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بلوڅو وسلوالو ډلو د زیاتېدونکو بريدونو بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې په پاکستان کې د انټرنېټ ورووالي لاملونه، پر ورځني ژوند او کاروبارونو يې اغېز بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د پاکستان پوځ لخوا د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فیض حميد د نيونې لاملونو او اغېز بحث شوی دی..
د بلوچستان پخوانی اعلاوزیر ډاکتر مالک بلوڅ وايي که بلوڅانو ته د سوله ییز احتجاج حق ورکړل شوای وای نو نه به د ریاست (دولت) نقصان کېده او نه د ولس.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په کورمه کې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ د جګړې لاملونو ته ځانګړې شوی دی.
نور وښیئ