ګڼ شمېر بې کوره کسان غزې ته ستانه شوي خو پکې یو شمېر خپل کورونه نه شي موندلای
د اسراييلي پوځ او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنې ترهګره ډله ګرځولې، ترمينځ تر ډزبندۍ وروسته د غزې ګڼ شمېر بې کوره کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي، خو وايي چې غزه په کنډواله بدله شوې او ډېر خلک پکې خپل کورونه نه شي موندلای. بلخوا غزې ته مرستندویه ټرکونه هم رسېدلي دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ