د افغانستان په زلزله ځپلو سيمو کې لاهم خلک تر خاورو لاندې دي
د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې کې مرستندویه کارکوونکو او رضاکارانو د پرېوتو کورونو له خاورو او ګټو د مړو را ایستلو ته دوام ورکړی دی. په زلزله ځپلو سیمو کې مرستندویه کارکوونکو د سېپټېمبر په دویمه نېټه رسنیو ته ویلي، ګومان کوي چې لا هم ډېری کسان تر ملبې لاندې دي. په همدې حال کې په زلزله ځپلو سيمو کې ماتم دی اوخلک د قبرونو په کنستلو او د جنازو په کولو بوخت دي. د اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.