بې کوره شوي فلسطينیان د ممکنه ډزبندۍ په اړه زړه نا زړه دي
په داسې حال کې چې د حماس وسلوالې ډلې مرکچيان د غزې جګړې درولو په خاطر د خبرو اترو لپاره مصر ته رسېدلي، بې کوره شوي فلسطينيان ممکنه ډزبندۍ ته خوشبینه هم دي او يو څه ناهيلي هم څرګندوي. پر فلسطين د اسرايیل د حملو په نتیجه کې د نړیوال سره صليب په وینا، شاوخوا یو اعشاریه نهه مېليونه فلسطينیان بې کوره شوي دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.