د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولینډ وايي د روسیې ډرون بریدونه یې شنډ کړي دي

تازه شو

پولینډ وايي د روسیې ډرون بریدونه یې شنډ کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

د پولینډ چارواکي دعوه کوي چې د روسيې ډرون الوتکې يې وروسته له هغې وغورځولې چې د هغوی پر فضايي حدودو کې ولیدل شوې. د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا فن دېر لېین د روسیې دا اقدام غندلی او له پولینډ سره یې د ودرېدو هوډ ښوولی دی. دا لومړی ځل دی چې روسيه د ناټو د کوم غړي هېواد د هوايي حريم خلاف ورزي کوي. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او کرېملېن په سملاسي توګه د پولینډ د ادعاوو ځواب نه دی ویلی خو په پولینډ کې د روسيې د سفارت شارزدافیېر ایندرې اورداش د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نواستي ته ویلي، ماسکو دا تورونه بې بنسټه ګڼي. نوموړی وايي، هغوی ته تر اوسه هېڅ ډول شواهد نه دي ورکړل شوي چې ترې جوته شي چې پر پولینډ توغول شوي ډرونونه د روسیې دي. د اسوشيېټېډ پريس او فرانس پريس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ راپور دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG