د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو پخوانۍ ناکامه تجربه ولې تکراروي؟


د خيبر پښتونخوا حکومت له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو پخوانۍ ناکامه تجربه ولې تکراروي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:47 0:00

د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې پرېکړې بېلا بېلو اړخونو څېړلو ته ځانګړی شوی چې له تحریک طالبان پاکستان سره يې د مذاکراتو لپاره افغانستان ته د يوې جرګې استولې په اړه کړې وه. د پاکستان وفاقي حکومت او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د صوبايي حکومت دا پرېکړه رد کړې ده. تر دې وړاندې په ۲۰۲۱ز کال کې د عمران خان په وزیراعظمۍ کې د پاکستان حکومت د افغان طالبانو په مینځګړيتوب له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خبرې اترې کړې وې چې بې نتیجې پای ته رسېدلې وې. بشپړ بحث وګورئ.

XS
SM
MD
LG