عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو د فعاليتونو، پوځي عملیاتو او د ترهګرۍ ضد حکومتي تګلارې په اړه د سياسي ګوندونو يو شان دريځونو ته په کتو هغه لاملونه څېړل شوي چې دوی متحد کېدو ته نه پرېږدي.
د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت تر هغې وروسته د ډېریو ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی چې د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر د جولای پر ۱۵مه اعلان وکړ چې پر پاکستان تحریک انصاف بندیز لګوي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د ګیله من وزیر وژنې او په سيمه کې خرابېدونکي امنیت ته په پام د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پر ورپېښو چېلنجونو بحث شوی دی.
د جولای پر ۱۳مه د امریکا په پېنسلوانيا ايالت کې د هغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو د رېپبلېکن ګوند ممکنه کاندید ډانلډ ټرمپ پر غونډه ډزې شوې دي چې پکې نوموړی لږ ژوبل شوی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، خوشاله دی چې ډانلډ ټرمپ روغ رمټ دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان حکومت له خوا د اعلان شويو "عزم استحکام" پوځي عملیاتو ضد د احتجاجونو اغېز ته ځانګړی شوی دی.
د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د پاکستان حکومت لخوا د "عزم استحکام" په نامه د نويو پوځي عملياتو پیلولو د اعلان انګېزو او د حکومت مخالفه ګوندونو مخالفتونو او ولسي اندېښنو ته ځانګړی شوی دی.
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې د بلوچستان او خيبر پښتونخوا حکومتونو د لومړيو څو مياشتو کارکردګي بحث شوې ده.
شهباز شریف د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د وسلوالو د زیاتېدونکیو فعالیتونو بېلابېل اړخونه بحث شوی دي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه په رسميت د پېژندل کېدو په لړ کې د پاکستان د پخوا په شان فعالیت نه کول او د روسيې پلان چې طالبان به د ترهګرو ډلو له لېسټه څخه باسي، بېلابېل اړخونه څېړل شوي دي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د کابل او اسلام اباد د خرابو اړيکو پر ډېورنډ کرښه د مېشتو پښتنو پر ژوند او اقتصاد اغېز بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په کرغزستان کې پر بهرنیو زده کوونکو د ځايي خلکو لخوا د شوي بريد لاملونه او اغېز بحث شوی دی.
د مې پر ۲۱مه د ايران په بېلا بېلو ښارونو کې د جنازې مراسم تر سره وشول.
د افغانستان په بغلان ولایت کې ځينې سېلاب ځپلي د خپلو ورکو خپلوانو په لټون دي. په هغه ولایت کې سېلابونو له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او په سلګونه کورونه يې وران کړي دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.
له پاکستانه حج ته د تلونکو کسانو بهير پيل شوی دی او حکومت په لومړي ځل داسې موبایل ايپ جوړ کړی چې پکې خلک د سفر او نور اړوند معلومات لټولای شي. ټاکل شوې ده چې سږ کال له ۱۸۹،۰۰۰ زیات کسان د حج لپاره سعوي عرب ته ولاړ شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د بیان او رسنيو پر ازادۍ بحث شوی دی.
نور وښیئ