وطن ته روان افغانان وايي له پاکستانه یادونه وړي، کارونه، سامانونه او ملګري تر شا پرېږدي
راپورونه وايي سږکال له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په اګست او سېپټېمبر میاشتو کې په بې ساري ډول زیاته شوې ده. پاکستان په خپله خاوره کې اوسېدونکو افغان کډوالو ته مهلت ورکړی وو چې د اګست تر پایه دې په خپله خوښه وطن ته ولاړ شي کنه نو په جبري ډول به وویستل شي. د سېپټېمبر له پیله د افغان کډوالو جبري ستنېدنه پیل شوې ده. له پاکستانه روان کډوال وايي په پاکستان کې یې لسګونه کلونه ژوند کړی او اوس په داسې حال کې وطن ته روان دي چې ډېر څه تر شا پرېږدي چې پکې کارونه، دوستان او سامانونه هم شامل دي. د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.