ظفر خان په نېدرلینډز (هالینډ) کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د مشال راډیو پر ووبپاڼه بېلابېل مطالب خپروي او داراز د نېدرلینډز او په اروپا کې د پښتنو پر ژوند راپورونه هم جوړوي. نوموړی پخوا په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وو او هلته یې د سیند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو راپورونه جوړول.
ځینې کسان دا کار په اوسني سیاسي حکومت د پوځ زیات شوی اغېز ګڼي او نیوکې پرې کوي.
د زیارت تر ورځې پورې د راغلیو مالوماتو ترمخه له شلو زرو زیات کسان په ډینګي اخته دي. په دې کې نزدې نیم مریضان د پوټوهار سیمې یعنې پنډي اسلام اباد خلک دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اکتوبر پر دوهمه مشال راډیو ته ویلي دي که زلمی خلیلزاد وغواړي نو دوی ورسره د پاکستان سفر پر مهال لیدو ته تیار دي.
په نړۍ کې تر ټولو لویه خطرناکه زلزله په ۱۹۶۰ ز کال کې په چلي هیواد کې راغلې وه. هغه زلزله ۹،۵ درجې وه. په ۱۹۷۶ ز کال کې په چین کې ۸،۲ زلزلې له دوه نیمو لکو زیات کسان وژلي ول. د ځینو نورو خطرناکو زلزلو په اړه تفصیل په دې ویډیو کې.
پخوا به د داسې حالاتو د پیدا کیدو په مهال قبایلي مشرانو د حل هڅه کوله خو په ورستیو کې دغه مشران د هغه په وینا د یو سازش د لاندې کشمیر ته استول شوي دي.
د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د ۲۰۱۲م کال کې د علي انټرپرائز په نامه په یوه کارخانه کې اور لږیدلې و او ۲۷۰ کسان پکې ژوندي سوزیدلي ول
۱:د سکاټلېنډ عدالت د برتانوي پارلیمنټ د ځنډولو پریکړه ناقانونه بللې. ۲: په امریکا کې د یولسم سېپتېمبر د پېښې تلین نمانځل کیږي. ۳: هندي کب نیونکي کونجکې د هنر لپاره کاروي.
د ګوند مخکښ راجه ظفرالحق د سېپتمبر پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل که د نوازشریف او نورو نیول شویو ملګرو پر ضد جوړې مقدمې یې واخیستل شي نو بیا به ګوري چې څه وکړي.
که څه هم په پرمخ تللو هیوادونو کې د لوړو زده کړو په یو ټولګي کې عموما له پنځلسو تر ۳۲ زده کونکي وي خو په باجوړ کې بیا په یو ټولګي له ۲۷۰ زیات زده کونکي پر یو وخت او یو ځایې زده کړې کوي.
قبایل پر پښتونخوا د ورګډیو وروسته په هره ضلع کې سیشن جج ناست دی، که له چاسره پولیس،ډپټي کمیشنر او بل کوم چارواکی زیاتی کوي، نو هر سړی کولی شي چې پر ضد یې هایکورټ او یا سیشن جج ته درخواست ورکړي او انصاف ترې وغواړي
وکیل جبران ناصر وایي، له کله چې د پولیسو پخوانی افسر راو انور په ضمانت خوشی شوی دی، له هغه پس دوه ګواهان له خپلې خبرې اوښتي دي او پاتې درې تر سختو فشارونو لاندې دي.
په اسلام اباد کې پر دې مهال احتجاج کوونکو ته په وینا کې عمران خان وویل چې د کشمیر پر مسله په نړۍ کې د بشري حقونو له سازمانونو او د بېلا بېلو هېوادنو له مشرانو سره په اړیکه کې دی.
د باجوړ ډېپټي کمېشنر عثمان مسود وایي، د زده کوونکو ستونزه یې جدي اخیستې او د حل لپاره یې ځینې ګامونه اخیستي
په پاکستان کې له ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۲م پورې دا ډول بریدونه ډېر زیات ول خو وروسته په دې کې د پام وړ کموالی راغلی و. کارپوه عقیل یوسفزی وایي، په بریدونو کې له زیاتوالي ښکاري چې وسله والې ډلې بیا منظم کېږي.
عمران خان ویلي چې د دوو ایټمي هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ د نښتې خطر مخ په زیاتېدو دی. د اګست پر ۱۶مه د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هم د اېټمي وسلې په کارولو کې لومړيتوب ورکولو ته اشاره کړې وه.
د کچلاخ پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې چې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې په مذاکراتو کې دواړه خواوو د پرمختګونو ویلي. همدا راز د دواړو خواو حتمي نتیجې ته د رسیدو خبرې هم کیږي.
نېب اوس د ګټې پر ځایې پاکستان ته زیان رسوي او هر ځل د سیاسي مخالیفنیو د زپلو لپاره کارول کیږي. د نېب نه علاوه په پاکستان کې د کرپشن د مخنیوي لپاره نور قوانین شته چې د هغې داسې استعمال ناممکن دی
پوځي چارواکي هم ورسره مرسته کوي او د نقیب مسود کورینۍ ته یې کور ورکړی او اوس یې دپینډۍ په پوځي روغتون کې د ناروغه پلار مفته درملنه کوي. هغه وویل د انصاف تر لاسه کیدو به کېس ته دوام ورکوي.
نور وښیئ