د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نېب احتساب کوي خو د احتساب واک یې هیڅوک نه لري'


په کراچۍ کې د نېب پر دفتر د ادارې لوګو
په کراچۍ کې د نېب پر دفتر د ادارې لوګو

پراګ ـ د اسلام اباد یو احتساب عدالت د اګست پر ۱۶مه د پیپلز ګوند شریک مشر او د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د پینډۍ اډیاله زندان ته استولی دی. زرداري د روان کال په جون کې احستاب ادارې نېب د جعلي اکاونټونو د لرلو په تور نیولی دی.

د اګست پر ۱۵مه احتساب عدالت د مسلیم لیګ ن یو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهدخاقان عباسي جسماني ریمانډ د اګست تر ۲۹مې وغځولو. نوموړی د مایع طبعي ګېس یا ایل ایج جي په کېس کې نېب د جولایي په اتلسمه نیولی دی.

د مسلیم لیګ ن یو مخکښ صدیق الفاروق وایي، د عمران خان په مشرۍ حکومت د احتساب په بهانه له اپوزیشن مشرانو څخه سیاسي غچ اخلي. نوموړي مشال ریډیو ته وویل د پخواني وزیراعظم نوازشریف په ګډون د دوی ګوند ۱۵ مخکښان نېب نیولي دي. هغه زیاته کړه د وزیراعظم عمران خان په ګډون د واکمن اتحاد په ګڼو مخکښانو د درغلۍ تورونه دي خو پر ضد کاروایي نه کیږي.

"د عمران خان د افشور کمپنیو ، د هیلي کاپټر کېس او په بني ګاله کې د کور په لړ کې د درغلۍ تورونه دي. د پېښور مېټرو پروژه او د ونو نالولو په پروژه (بلین ټري سونامي) کې هم درغلي شوې. یو کال یې د حکومت وشو هیڅ پرمختیایي کار یې ونه کړو خو یوازې پر نېب د مسلیم لیګ ن او پیپلز ګوند رهبران نیسي او په زندانونو کې یې اچوي."

د اصف علي زرداري لور بختاور بوټو زرداري د اګست پر ۱۶مه پر ټویټر لیکلي چې پلار يې د احتساب قامي ادارې ۶۸ ورځې په خپل تحویل کې وساته او بیا یې د اډیالې زندان ته واستواه.

په ۲۰۱۸ م کال کې په واک کې تر راوتلو رووسته وزیراعظم عمران خان پارلیمان ته په اولنۍ وینا کې ویلي و چې د یو، یو تن سره به حساب کتاب کوي.

نېب اداره عموما د درغلۍ د غټو کیسونو د پلټنې لپاره جوړه شوې او واک لري چې هر وخت وغواړي، تورن کس د پلټنو لپاره نیولی شي.

قانون پوهه شهاب خټک وایي، د احتساب اداره په تېر وخت او هم اوس د مخالفو سیاستوالو د زپلو لپاره کارول کیږي.

"نېب اوس د ګټې پر ځایې پاکستان ته زیان رسوي او هر ځل د سیاسي مخالیفنیو د زپلو لپاره کارول کیږي. د نېب نه علاوه په پاکستان کې د کرپشن د مخنیوي لپاره نور قوانین شته چې د هغې داسې استعمال ناممکن دی."

نوموړی وایي، د نېب مشر ډېر واکونه لري او د هر چا احتساب کوي خو د نېب د چارواکو د احتساب واک له چا سره نشته.

پر پاکستان په ۷۳ کلونو کې له نیمې زیات حکومت پوځي واکمنو کړی خو احتساب یوازې له سیاستوالو سره کیږي. د واکمن ګوند تحریک انصاف یو سیاستوال اقبال اپریدی وایي، نېب خپلواکه اداره ده او د اپوزیشن په ګډون د هر چا پرضد یې هم کارویانې کوي.

"نېب د درغلۍ د ثبوتونو پر اساس د تورنو کسانو ګریوانونو ته لاس اچوي، زموږ د ګوند علیم خان هم نېب نیولی دی. که څوک وایي چې نېب ناانصافي ورسره کیږي نو عدالتونه شته، هلته دې لاړ شي."

د پاکستان د قامي احتساب اداره یا نېب په ۱۹۹۷ کال کې جوړه شوې ده. خو د تېرې څه مودې راهسې د یادې ادارې په حکم د دوه پخوانیو لومړي وزیرانو نوازشریف او شاهدخاقان عباسي او د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون یو شمېر نامتو سیاستوالان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG