د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود مقدمه په ټپه ولاړه ده: ملک قیوم


د ټولنیزو رسنیو ټولنیز ماډل نقیب الله مسود له عدالته لیرې وژنې خلاف په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته احتجاج. ۲۰۱۸ کال، ۱۹ جنوري
د ټولنیزو رسنیو ټولنیز ماډل نقیب الله مسود له عدالته لیرې وژنې خلاف په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته احتجاج. ۲۰۱۸ کال، ۱۹ جنوري

پراګ ـ د نقیب الله مسود د کورنۍ وکیل جبران ناصر وایي، پر ګواهانو یې فشارونه دي چې له وجې هغوی عدالت ته نه حاضرېږي. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر درېمه عدالت د کېس د اوریدنې په مهال پر نه حاضریدو د پېښې دوه عیني ګواهانو د نیولو وویل.

جبران ناصر وایي، له کله چې د پولیسو پخوانی افسر راو انور په ضمانت خوشی شوی دی، له هغه پس دوه ګواهان له خپلې خبرې اوښتي دي او پاتې درې تر سختو فشارونو لاندې دي.

"چې تر څو پورې په ضمانت ازاد وي تر هغو هېڅوک ځان خوندي نه ګڼي او عدالت ته د ګواهۍ لپاره نه حاضرېږي. ګواهان یریږي، نو څنګه به مخې راشي."

د نقیب الله مسود په کېس کې قاسم، شاکر او علي درې مرکزي ګواهان دي. په دوی کې دوه کسان د ۲۰۱۸م په جنورۍ کې پولیسو له نقیب الله مسود سره یوځایې نیولي ول.

چې تر څو پورې په ضمانت ازاد وي تر هغې هیڅوک ځان خوندي نه ګڼي او عدالت ته د ګواهۍ لپاره نه حاضریږي. ګواهان یریږي، نو څنګه به مخې راشي.
جبران ناصر

د نقیب الله مسود تر وژنې وروسته د جوړې شوې مسود ګرېنډ جرګې یو مشر ملک قیوم وایي، کېس ډېر سست روان دی او د اتلس میاشتو تر تېریدو وروسته د هېڅ یو ګواه او یا هم د نقیب د پلار بیان نه دی اخیستل شوی. هغه وایي، د قاسم په نامه یو ګواه په دبۍ کې مزدوري کوي او هرځل اورېدنې ته له دبۍ کراچۍ ته تګ راتګ ستړی کړی دی. د دې ترڅنګ د نقیب پلار هم دا وخت سخت ناروغ دی.

"د کېس اورېدنه زر زر کېږي، خو پرمختګ پکې نه کېږي. تر اوسه د یوه ګواه بیان هم نه دی ریکارډ شوی. ګواهان عدالتونو ته په تګ راتګ ستړي شول. زما په خیال دوه درې نور کلونه به په دې کېس کې لګېږي. تر اوسه پکې صفر پرمختګ شوی دی."

هغه وویل د کېس بله اوریدنه د ستمبر پر ۱۸مه کیږي.

نقیب الله مسود او د هغه د ملګرو په وژنه ۲۵ کسان تورن دي، په دوی کې د راو انور په ګډون پنځه کسان په ضمانت خوشی شوي دي. اووه کسان عدالت اشتهاري ګرځولي او ۱۳ نور لا هم په زندان کې دي.

د نقیب الله مسود وژنې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه زیږولي و.

همدا راز د پاکستان په رسنیو کې هم په دې موضوع تر ډېره بحثونه کېدل. سپریم کورټ هم د دغې پېښې نوټس اخیستی او راو انور یې د پولیس افسرۍ له دندې ګوښه کړی و.

د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۰مې، د قبایلي سیمو ځوانانو د مسود د وژنې، ماورای عدالت وژنو، ورکو کسانو او په قبایلي سیمو کې د ناامنیو پرضد په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو. د همدې ناستې پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جوړ شو.

غورځنګ د نقیب مسود په وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه او احتجاجي غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG