د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس پر تورن کس تشدد کولئ شي؟


د پاکستان په یوه تاڼه کې هندي کبنیونکي. ۲۰۱۴ز کال ۱۱م دسمبر
د پاکستان په یوه تاڼه کې هندي کبنیونکي. ۲۰۱۴ز کال ۱۱م دسمبر

پراګ ـ په پاکستان کې وروسته له هغې په پولیسو کې د اصلاحاتو په اړه بحثونه تاوده شول چې د ستمبر په لومړیو کې د پنجاب په رحیم یار خان کې د صلاح الدین په نامه یو تن د پولیسو په ولقه کې ووژل شو. هغه د غلا په تور نیول شوی و.

دا لومړۍ ځل نه دی چې کوم د پولیسو په ولقه کې مري. د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمیشن وایي د اګست له میاشتې راهسې په پاکستان کې څلور کسان د پولیسو په ولقه کې وژل شوي دي.

قانون پوهه شهاب خټک وایي، په قانون کې پولیسو ته داسې هیڅ حق نشته چې څوک ووهي او یا یې له ۲۴ ساعتو زیات په خپله ولقه کې وساتي.

په قانون کې پولیسو ته داسې هیڅ حق نشته چې څوک ووهي او یا یې له ۲۴ ساعتو زیات په خپله ولقه کې وساتي
شهاب خټک

"د بده مرغه په پاکستان کې د پولیسو د تشدد کولو تاریخ ډېر اوږد دی. په نیولو شویو کسانو تشدد عادي خبره جوړه شوې ده. عام خلک او آن لوستي خلک هم دا فکر کوي چې پولیس د تورن کس د وهلو واک لري خو داسې نه ده. د ریمانډ اصطلاح په اړه هم بدل تاثر دی، حالانکې د ریمانډ مانا د حکم ده."

هغه وایي، پولیس دا اجازه هم نه لري، چې په کوم کور ورننوزي. که پولیس د چا کور ته ورځي نو اول یې باید له عدالته اجازه اخیستي وي، که داسې نه وي نو د سیمې دوه مشران به ځان سره بیایي. همدا راز ښځینه پولیسه ساتل ورته هم لازمي دي، د دې لپاره چې د تالاشۍ پر وخت د کور د ستر او پردې خیال وساتل شي.

په جمهوري ریاستونو کې پولیس د دې لپاره وي چې د قانون عملي کول باوري کړي، خو پولیس پخپله ولې د پلټنو په مهال قانون په پام کې نه ساتي؟ دا پوښتنه مې په کراچۍ کې د پولیسو له یو مشر پلټونکي افسر افتخار لودي مخې ته کېښوده ، هغه وایي:

"دا په قانون کې واضح دي خو ځینې وخت د سیاسي او ځینو نورو کړیو څخه پر موږ فشار وي چې له وجې یې پولیس د تشدد لار خپلوي، په دې کې پخپله پولیسو ته هم زیان رسیږي لکه د پنجاب په وروستۍ پېښه کې پولیس زندان ته لاړل. له تشدد کولو پرته د پلټنې نور طریقې هم شته، باید هغه وکارول شي او بیا تورن کس عدالت ته وړاندې شي."

دا په قانون کې واضح دي خو ځینې وخت د سیاسي او ځینو نورو کړیو څخه پر موږ فشار وي چې له وجې یې پولیس د تشدد لار خپلوي
افتخار لودي

قانون پوهه شهاب خټک وایي، که د قبایلي ضلعو په ګډون د پاکستان په هره برخه کې پولیس د پلټنو په مهال په چا تشدد کوي او یا له بلې ناقانونه لارې کار اخلي نو هرڅوک کولی شي پر ضد یې عدالت ته لاړ شي.

"قبایل پر پښتونخوا د ورګډیو وروسته په هره ضلع کې سیشن جج ناست دی، که له چاسره پولیس،ډپټي کمیشنر او بل کوم چارواکی زیاتی کوي، نو هر سړی کولی شي چې پر ضد یې هایکورټ او یا سیشن جج ته درخواست ورکړي او انصاف ترې وغواړي."

خټک وایي، له پولیس، ایف ائي اې او اینټي کرپشن له ادارو پرته نورې ادارې د چا د نیولو واک نه لري. دا هم قانون دی چې کله دوی یو څوک نیسي نو وردي به یې غاړه وي، بې وردۍ نیونه هم ناقانونه ده. همدا راز که پولیس له یو شواروز نه زیات څوک په خپله ولقه کې وساتي او دا پرې ثابته شي نو پولیس والا ته درې کاله زندان سزا کیدلی شي. همدا راز که په تورن کس تشدد وکړي او یا په تشدد کې هغه تن ووژل شي نو بیا ورته د قتل او نورې سختې سزاګانې کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG