د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ ن د جوړ جاړې خبرونه رد کړل


د پاکستانی پخوانی وزیراعظم نوازشریف
د پاکستانی پخوانی وزیراعظم نوازشریف

پراګ ـ په داسې حال کې چې د پاکستان په ځینو رسنیو کې د اپوزیشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ ن او د پوځي اسټمبلشمنټ ترمنځ د جوړجاړي کولو په اړه بحثونه دوام لري، د مسلیم لیګ ن چارواکي وایي، تراوسه ورسره هېچا په دې اړه تماس نه دی نیولې او که ورته وویل شي نو د ګوند مشران به پرې فکر وکړي.

د ګوند مخکښ راجه ظفرالحق د سېپتمبر پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل که د نوازشریف او نورو نیول شویو ملګرو پر ضد جوړې مقدمې یې واخیستل شي نو بیا به ګوري چې څه وکړي.

"نوازشریف د پیاوړې ارادې مالک دی، او هغه په دا ډول جوړجاړي یا ډیل کولو باور نه لري. ما ته مالومات نشته چې له موږ سره دې په دې اړه یوچا رابطه کړې وي. خو که څوک یې وکړي نو بیا ګورو چې څه وکړو."

نوموړي دا خبرې هم رد کړې چې ګڼې د مسلیم لیګ ن ځینې مشران له اسټمبلمشنټ سره د معاملې کولو په حق کې دي او یا هم یې په دې لړ کې ګوند په دوو برخو ویشل شوی دی.

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف د درغلۍ په یوه مقدمه کې دا مهال په زندان کې اوه کلنه سزا تېروي. همدا راز د شریف کورنۍ دوه نور مخکښان مریم نوازشریف او حمزه شهباز هم په زندان کې دي.

د پاکستان په ځینو رسنیو کې دا بحثونه له هغه وروسته پیل شول چې د مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف د زیارت پر ورځ له نوازشریف سره په کوټ لکپت زندان کې وکتل.

شهباز شریف که څه هم د ګوند مشر دی خو اصلي مشر یې نوازشریف دی. د هغه او لور مریم نوازشریف دریځ د پوځ په اړه ډېر سخت دی. تر څو چې نوازشریف نه وي غوښتلي نو داسې کوم جوړجاړې نشي کیدلې.
رحیم الله یوسفزی

د سیاسي چارو پوهه رحیم الله یوسفزی وایي، که څه هم د شهباز شریف رویه د پوځ په اړه نرمه ده او په دا ورستیو کې ځینې خلک د منځګړتوب هڅې کوي خو د مسلیم لیګ ن او پوځي اسټبلمشنټ ترمنځ حالات داسې حد ته رسېدلي چې په نزدې راتلونکي کې د کوم جوړجاړي امکان نه تر سترګو کیږي.

"شهباز شریف که څه هم د ګوند مشر دی خو اصلي مشر یې نوازشریف دی. د هغه او لور یې مریم نوازشریف دریځ د پوځ په اړه ډېر سخت دی. تر څو چې نوازشریف نه وي غوښتلي نو داسې هېڅ جوړجاړې نشي کیدلې. په اوس وخت کې داسې نه ښکاري چې جوړجاړې وشي."

یوسفزی وایي، د وزیراعظم عمران خان او پوځ ترمنځ اړیکې دا مهال ډېرې پياوړې دي او که داسې کومه هڅه وشي نو عمران خان به پکې خنډونه جوړ کړي.

سږ کال په جولایي کې هم د نوازشریف لور مریم نواز ادعا کړې وه چې حکومت یې د پلار سره د ډيل کولو هڅه کړې خو په خبره یې نوازشریف رد کړې وه. حکومت د مریم دغه تور بې اساسه بللې و.

XS
SM
MD
LG