د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او هند ترمنځ ريښتیا هم د اېټمي جګړې خطر شته؟


پاکستان د توغندي ازموينه کوي (ارشيف)
پاکستان د توغندي ازموينه کوي (ارشيف)

پراګ ـ د اګست پر پېنځمه هندي حکومت تر خپل واک لاندې د کشمیر ځانګړی اییني حیثیت ختم کړ چې له کبله یې د نوي ډيلي او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. له هغې ورځې راهیسې پاکستان له هند سره تجارتي او سفارتي تعلقات محدود کړي او په عین وخت کې د دواړو هېوادونو ځینو سیاسي او حکومتي مشرانو د اېټمي جګړې د خطر یادونه کړې.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د اګست پر ۲۱ مه امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ته ویلي چې د دوو ایټمي هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ د نښتې خطر مخ په زیاتیدو دی. د اګست پر ۱۶مه د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ هم د اېټمي وسلې په کارولو کې لومړيتوب ورکولو ته اشاره کړې وه.

دا چې د اېټمي وسلو د استعمال خبرې تشې د سیاست تر حده دي او کنه رشتیا هم داسې یو خطر موجو دی؟​

په تيرو وختونو کې اېټمي وسلې یو طرفه کارول شوي، خو که د هند او پاکستان ترمنځ ممکنه جګړه کېږي نو نه یوازې سیمه بلکې پر ټولې نړۍ به اغېز ولري.
ښایسته تبسم

په کراچۍ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو ښوونکې پروفېسره شایسته تبسم وایي، له دې مخکې هم د پاکستان او هند سیاستوالو د اېټمي جګړې خبرې کړي دي، دوی دا ډول بیانونه د سیاسي ګټو لپاره هم کاروي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اېټمي وسلې کارول هیڅکله له امکانه بهر نه دي.

"جنګ یوازې پر سیمه نه بلکې له دې بهر هم اغېز لرلی شي. ځکه چې مخکې په نړۍ کې اېټمي وسلې تل یو طرفه کارول شوي، د دواړو اېټمي هیوادونو ترمنځ ممکنه جګړه پر ټولې نړۍ نه یوازې ماحولیاتي بلکې سیاسي اغېز لرلای شي."

نوموړې زياتوي، د پاکستان او هند اقتصاد دومره پیاوړی نه دی چې د داسې جنګونو زغم ولري، په جګړې سره د دواړو هېوادونو د سوداګريز او اسعارو بازار د غورځېدو او د ګرانۍ زیاتېدو خطر بېخي زیات دی.

هند د جنګ په ذکر کولو نړۍ ته دا ویل غواړي چې هسې نه پاکستان کشمیر ته بیا جهادیان ولیږي او هغوی د هند سره په جګړه شي. بلخوا پاکستان په داسې کولو غواړي چې هند په کشمیر کې له کړو بدلونو څخه په شا کړي.
عایشه صدیقه

بل پلو ليکواله عایشه صدیقه بیا وایي، دواړو هېوادونه د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د اېټمي جګړې خبرې کوي، هدف یې دا دی چې نړیوال دې لور ته متوجه کړي.

"هند د جنګ په ذکر کولو نړۍ ته دا ویل غواړي چې هسې نه پاکستان کشمیر ته بیا جهادیان ولېږي او هغوی له هند سره په جګړه اخته شي. بلخوا پاکستان په داسې کولو غواړي چې هند په کشمیر کې له کړو بدلونونو څخه په شا کړي. دوی د اېټمي جګړې خبره د ډيپلوماسۍ په توګه بیا بیا کوي او په دې توګه د نړۍ توجه جذبول غواړي. خو زما په خیال دواړه خواوې دا مهال هیڅ ډول جنګ ته چمتو نه دي."

عایشه صدیقه وایي، پاکستان او هند پوهېږي چې خواوشاه یې حالات په مهمو پړاونو کې دي، امریکا له افغانستانه سرتیري ایستل غواړي، د تهران او واشنګټن اړیکې هم ترینګلې دي او د چین او امریکا تجارتي اړیکې هم د بل هر وخت پرتله خرابې دي.

د اسلام اباد او نوي ډیلي اړیکې د اګست له پنځمې راهيسې ترینګلې شوې دي. امریکا هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پېچلې بللي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کشمیر ره مسله د منځګړتوب او په دواړو غاړو یې د ترینګلتیا کمولو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG