د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا هبت الله د ورور وژنه به د افغان سولې پر بهیر اغېز ولري؟


د کچلاخ تر چاودنې وروسته بم ډسپوزل چارواکي د پېښې په ځایې کې
د کچلاخ تر چاودنې وروسته بم ډسپوزل چارواکي د پېښې په ځایې کې

پراګ ـ د بلوچستان په کچلاخ کې د اګست پر ۱۶مه یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د کوټې د پولیسو مشر ډي آی جي عبدالرزاق چیمه مشال راډیو ته وویل، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه مدرسه کې شوې ده او په وژلو شویو کې د مسجد امام هم شامل دی.

د طالبانو یوې نږدې سرچینې د اګست پر ۱۶مه مشال ریډیو ته تائید کړه چې په وژلو شویو کې د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور ملا احمدالله او د هغه دوه وریرونه هم شامل دي.

د پېښې مطلب شاید دا وي چې د طالبانو په منځ کې پر پاکستان شکونه پیدا کړل شي.
خبریال او شنونکی طاهرخان

سرچینه وایي د ملا هبت الله یو وراره هم په پېښه کې ژوبل دی. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د کوټې سېنډیمن روغتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي په پېښه کې ۲۲ کسان ژوبل شوي دي.

کچلاخ د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمال کې په ۳۰ میټرۍ کې پروت دی چې ویل کیږي د افغان طالبانو مدرسې پکې شتون لري.

طالب سرچینه وایي، په دې سیمه کې درې اوونۍ وړاندې د طالبانو د رهبري شورا د یو مخکښ حافظ مجید ورور هم د نامالومه وسله والو لخوا وژل شوی وو. څوکلونه وړاندې د ۲۰۱۶ م په مې میاشت کې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په یوه امریکایي ډرون برید کې وژل شوی وو.

د کچلاخ پېښه په داسې مهال مخې ته راغلې چې د افغان طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې په مذاکراتو کې دواړه خواوو د پرمختګونو ویلي. همدا راز د دواړو خواو ترمنځ حتمي نتیجې ته د رسیدو خبرې هم کیږي.

طالبان له پاکستانه ګیلې لري، ملا بردار هم پاکستان نیولی وو، ملا عبیدالله هم دلته وژل شوی وو، همدا راز نور طالبان هم په پاکستان کې وژل شوي او یا نیول شوي دي.
خبریال او شنونکی شمیم شاهد

کارپوه او خبریال طاهر خان وایي، پېښه په داسې وخت کې شوې چې پاکستان امریکا او نړۍ ته باور ورکولو کوشش کوي چې اسلام اباد د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبوي. نوموړی وایي دا چاودنه ښایي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د فاصلې د پیدا هڅه وي.

"د پېښې مطلب شاید دا وي چې د طالبانو په منځ کې پر پاکستان شکونه پیدا کړل شي. د دې نه مخکې هم ویل شوي وو چې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر منصور په کراچۍ کې جایداد و. دا ډول کارونه ضرور شکونه پیدا کوي."

طاهر خان وایي، ځینې خلک په دې باور دي چې ښایي چاودنه د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو نتیجه وي، خو داسې نه ښکاري ځکه چې د طالبانو ترمنځ په ځینو نکتو د نظراختلاف شته خو دا دومره ژور نه دي چې د داسې حملو لامل شي.

یو بل کارپوه او خبریال شمیم شاهد وایي، په پاکستان کې د دې نه وړاندې هم د طالبانو مشران نیول شوي یا وژل شوي. هغه وایي فکر نه کوي چې دا ډول پېښې به د افغانستان د سولې پر بهیر کوم لوي اغېز ولري.

"طالبان له پاکستانه ګیلې لري، د طالبانو مخکښ ملا بردار هم پاکستان نیولی وو، ملا عبیدالله هم دلته وژل شوی و، همدا راز نور طالبان هم په پاکستان کې وژل شوي او یا نیول شوي دي خو طالبان بله لار نه لري، د ګڼو طالبانو خپلوان او د کورنۍ غړي په پاکستان کې دي نو په دې وجه یې په پاکستان دارومدار زیات دی."

خو طاهر خان بیا وایي د پېښې په اړه د طالبانو د رسمي غبرګون ډېر مهم دی، همدا راز دا کتل هم مهم دي چې د چاودنې ذمه واري څوک په غاړه اخلي؟

په افغانستان کې د سولې په موخه د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ تر دې دمه د خبرو اته پړاونه شوي دي چې وروستۍ هغه یې د اګست پر ۱۲مه د قطر په مرکز دوحا کې پاې ته ورسید. دواړو خواوو ویلي چې د اتم پړاو د نتیجو په اړه له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوي.

XS
SM
MD
LG