د لاسرسي ځای

تازه خبر

اووه کاله وشو، د علي انټرپرایز سوځونکي مالوم نشو


د کراچۍ په بلدیه ټاون کې سوزیدلی کارخانه علي انټرپرایز. فوټو ۲۰۱۲
د کراچۍ په بلدیه ټاون کې سوزیدلی کارخانه علي انټرپرایز. فوټو ۲۰۱۲

پراګ ـ د ستمبر پر ۱۱مه په کراچۍ کې د مزدورانو تنظیمونو د بلدیه ټاون د سوځیدلی کارخانې اووم تلین ولمانځه. پر دې مهال په کارخانه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو د انصاف غوښتنه وکړه.

د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د ۲۰۱۲م کال کې د علي انټرپرایز په نامه په یوه کارخانه کې اور لګېدلی وو او ۲۷۰ کسان پکې ژوندي سوځېدلي ول. په وژل شویو کسانو کې یو هم د سهېل خان اوولس کلن زوی شعیب وو. نوموړي مشال ریډیو ته وویل، په تېرو اوو کلنو کې ډېرې احتجاجي ناستې وکړې، عدالت ته ولاړل، د مزدورانو په تنظیمونو وګرځېدل خو لا هم ورته انصاف نه دی ترلاسه شوی.

"زما د زوی هغه وخت اته زره روپۍ تنخا وه. د انصاف لپاره مو د ګورنر هاوس مخې ته ډېر احتجاجونه وکړل، خو هېڅ و نه شول. قاتلان په پاکستان کې ګرځي خو هېڅوک یې نه نیسي."

سوځېدلې کارخانې علي انټرپرایز په جرمني کې د کېک په نامه کمپنۍ ته مالونه ورکول، کېک په کارخانه کې د وژل شویو کسانو کورنۍ ته سړي سر پنځه پنځه لاکه روپۍ نغدې ورکړې او اوس هم هره میاشت اغېزمنو کورنیو ته پیسې ورکوي. سهېل خان وايي، د میاشتې ورته اوه زره روپۍ ورکول کېږي خو غوښتنه کوي چې په پېښه کې ککړ کسان دې ونیول شي.

د مزدورانو د خوندیتوب لپاره ګامونه وانه خیستل شو، او بل دا چې په پېښه کې څوک ککړ ول، دا په اووه کلونو کې ثابته نه شوه
ناصر منصور

د کارخانې د سوځېدنې مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت کې چلېږي. په پېښه کې د ککړتیا تور له ایم کیو ایم ګوند سره تړاو لرونکي پخواني صوبایي وزیر روف صدیقي ترڅنګ په اته نورو کسانو دی. په دې لړ کې دوه کسان دا مهال په زندان کې دي خو د صوبایي وزیر ترڅنګ اووه نور تورن کسان په ضمانت خوشې شوي دي.

په ۲۰۱۵ م کال کې حکومتي پلټنیزې ډلې په خپل راپور کې ویلي ول، چې د بتې یا کلنګ نه ورکولو پر سر کارخانې ته اور ورته کړل شوی او سوځول شوی وو.

د مزدورانو د حقونو لپاره کارکونکي تنظیم نېشنل یونایټېډ ټرېډ یونین مشر ناصر منصور وایي، له اغېزمنو کورنیو سره له مالي مرستو مطمین دی خو په پېښه کې ککړو کسانو ته د سزا نه ورکولو په لړ کې اغېزمن انصاف ته منتظر دي.

"هرې اغېزمنې کورنۍ ته نزدې دوه میلیونه روپۍ ورکول شوې. د پاکستان په تاریخ کې د کار په دوران کې له وژل شویو کسانو سره کله هم دومره مالي مرسته نه ده شوې، خو کوم کارونه چې نه دي شوي هغه دا دي چې له پېښې وروسته د مزدورانو د خوندیتوب لپاره ګامونه وا نه خیستل شو، او بل دا چې په پېښه کې څوک ککړ ول، دا په اووه کلونو کې ثابته نه شوه "

ناصر منصور وایي، د ترهګرۍ ضد عدالت په اووه ورځو کې د پرېکړې کولو واک لري خو د بلدیه ټاون د سوزیدلی کارخانې قضیه لا هم په عدالت کې ده. د ۲۰۱۸ په فیبرورۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د کارخانې د سوځونې د کېس اورېدنې پر مهال د ترهګرۍ او کلنګ اخیستې فرد جرم پر نهه کسانو لګولی. خو تورونو کسانو له دې انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG