بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د دې لاریون مشري کوونکې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ یا بلوچ یکجهتي کمېټۍ ویاند ګلزار دوست بلوڅ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه پر پښو روان شوي چې د ده په وینا، د ډېره غازي خان انتظامیې د ټرانسپورټ مالکان د دوی له وړلو منع کړي دي.
د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې د تعلیم محکمه د استادانو له دومره لوی کمي سره مخامخ ده چې له کبله یې په زرګونه سکولونه بند شوي دي. د دوی په وینا، په صوبه کې په ځانګړې توګه د پرایمري او میډل سکولونو حالت ډېر خراب دی.
د بوري یا لورالايي ضلعې د زيتون مقدار او معيار د نومبر پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې ترسره شوې د زیتونو په کلنۍ مېله کې لومړی مقام ګټلی وو.
د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي هم د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د حقاني د پاسپورټ ترلاسه کولو په اړه معلومات نه لري خو پلټنې یې پیل کړې دي.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۳۰مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو د وروستیو حلقه بندیو نوملړ خپور کړ.
دا اعلان د تحریک انصاف د انتخاباتو کمشنر نیاز الله نیازي نن (د ډیسمبر پر دویمه) له هغه وروسته وکړ چې په یاد ګوند کې دننه د مشرتابه لپاره انتخابات وشول.
په برازیل کې یو سړي د سپیو وړلو راوړلو لپاره بس ځانګړی کړی دی. دی وايي له کلونو راهیسې یې دا خواهش وو چې اوس پوره شوی دی. دوی سهار په دې بس کې سپي را ټولوي او مازیګر یې بیرته ستنوي. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز خبري اژانس رپورټ وړاندې کوي.
د روان پرلت مخکښ غوث الله د نومبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به تر هغه وخته ناست وي چې پاکستان خپله پرېکړه بیرته نه وي اخیستې.
د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې هر کال د نومبر دویمه د مړو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې ورځ خلک په بېلا بېلو طریقو هدیرو ته ځي او د خپلو مړو خپلوانو قبرونه ښکلي کوي. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز خبري اژانس د ویډیو راپور وګورئ:
اعظم خان د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه د خیبر پښتونخوا د نګران اعلا وزیر په توګه سوګند پورته کړی وو.
د امنیت پر ځای ساتلو لپاره د کېدونکو جرګو تابیا زیاتره وخت د قبایلي ضلعو ځايي انتظامیه او امنیتي ادارې کوي. دوی په دې جرګو کې له ځايي قبایلي مشرانو غوښتنه کوي چې د یادې سیمې د امنیت پر ځای ساتلو کې دې ورسره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي.
چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي. اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.
نواز شریف د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته لاړ چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو.
بایډن د اکتوبر پر ۱۴مه له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره په ټېلېفوني خبرو کې یو ځل بیا حماس ډله وغندله او و یې ویل چې هغه د فلسطینیانو د خپلواکۍ د هیلو استازیتوب نه کوي.
دوی وايي، یو پلو په لوی سر کې د بلوچستان ابادي کمه کړل شوې او بل په صوبه کې دننه د پښتنو او بلوڅو په سیمو کې د ابادۍ زیاتېدو کچه په نامناسبه توګه عملي شوې ده.
ثنا الله بلوڅ وویل چې مذهبي سختدریځي یوازې د خلکو ژوند ته نه بلکې په مجموعي توګه د هر ډول پرمختګ مخې ته خنډ دروي او ګواښي یې. د پاکستانیو حکومتي او امنیتي چارواکو دا تور رد کړی چې ګواکې دولت یا ریاست د سختدریځۍ په خپرولو کې لاس لري.
پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر شپږمه له نېدرلېنډ سره کوي او افغانستان به د اکتوبر پر اوومه د خپلې لومړۍ لوبې لپاره د بنګله دېش په وړاندې میدان ته وځي.
انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړ.
نور وښیئ