د پاکستان تحریک انصاف په زرګونه غړي او پلویان په اسلام اباد کې احتجاج لپاره د نومبر پر ۲۵مه ناوخته سرینګر هاوې ته رسېدلي دي.
دوی غواړي چې د خپل ګوند بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان خوشي کولو لپاره د اسلام اباد په حساسه سیمه ډي چوک کې احتجاج وکړي.
عمران خان د ګوند پرمشرتابه غږ کړی وو چې د نومبر پر ۴مه دې په یاده سیمه کې احتجاج وکړي خو د حکومت له خوا د لارو تړل کېدو له کبله د تحریک انصاف قافلي پر اعلان کړي وخت د اسلام اباد ډي چوک ته ونه رسېدل.
اسلام اباد ته د رسېدو پرمهال د تحریک انصاف ګوند د غړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرخپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې د تحریک انصاف د پلویانو په تشدد کې یو پولیس او څلور رېنجرز وژلي دي.
خو په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې، د وژل شویو رېنجرزو شمېر درې دی او هغوی هغه وخت وژل شوي چې یو کس یې د ده په وینا، په تېروتنې پر ناکه موټر خېژولی دی.
په بیان کې ویل شوي، "د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د شرخوښو له خوا د امنیتي ځواکونو د وژلو په کلکه غندنه شوې ده."
حکومتي او امنيتي ادارې د “شرخوښو” کليمه د پاکستان تحريک انصاف په احتجاج کې شاملو د دې ګوند د غړيو او پلويانو لپاره کاروي.
په بیان کې زیاته شوې چې محسن نقوي د رېنجرز او پولیسو ټپي شویو عسکرو ته د ښې درملنې امر کړی دی.
خو پاکستان تحريک انصاف بيا پر خپله ايکس پاڼه ادعا کړې چې په اسلام اباد کې پولیسو د دوی پر مظاهره چیانو نېغ په نېغه ډزې کړې دي.
دوی په دې اړه یوه ویډیو خپره کړې چې د دوی په وینا، د یاد ګوند د کراچۍ مرستیال جنرل سیکرټري سید ولید هاشمي پکې خبرې کوي.
په دې ویډیو کې خلکو یو داسې کس پرشا اخیستی دی چې پښه یې په وینو لړلې ده.
د سید ولید هاشمي په نامه دا مخپټی کس وايي، د پاکستان په تاریخ کې داسې ظلم نه دی شوی لکه څنګه چې د ده په وینا دا وخت په اسلام اباد کې له دوی سره روان دی.
که څه هم د مسلم لیګ نون په مشرۍ وفاقي حکومت او احتجاج کوونکي ګوند تحریک انصاف پر یو بل د تشدد پورونه پورې کړې دي خو تر اوسه په خپلواکه توګه د دې پخلی نه دی شوی چې تر اوسه څومره مرګ ژوبله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اسلام اباد پر شاهراه دستور پوځ ګمارلی دی. په دې سیمه کې پارلمان، سېنېټ ، د وزیراعظم کور او داسې نورې مهمې ودانۍ دي.
په دې سیمه کې ګمال شویو پوځي چارواکو ته امر شوی چې که څوک په دې سیمه کې د دوی له امره سرغړونه کوي نو هغوی دې په ډزو وولي.
د پاکستان تحریک انصاف قافلې د ۲۵م نومبر په شپه په دې وتوانېدې چې د اسلام اباد له ټول پلازې ورتېرې شي. هغوی اوس پر سري نګر هايي وې د ډي چوک خوا ته روانې دي.
پاکستان تحريک انصاف د هغه ګوند د بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان په غوښتنه د نومبر پر ۲۴مه په ډي چوک کې د احتجاجي پرلت پيلولو پلان جوړ کړی وو.
تحریک انصاف وايي چې د "وروستي غږ" په نامه د دې احتجاج موخې د عمران خان له زندانه خوشې کول او د ۲۶م اييني ترميم لغو کول دي."
د پاکستان د کورنيو چاورو وزير محسن نقوي د نومبر پر ۵مه ناوخته په راولپېنډۍ کې خبريالانو ته وويل چې د پي ټي ايي د احتجاجي قافلو د مخکښانو او د هغو د منتظمينو پرضد به مقدمې جوړوي.