د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ لازمي کېدو پرضد په چمن کې د روان پرلت یو نیم کال پوره کېدونکی دی خو غوښتنې یې لا هم نه دي منل شوې.
په پرلت کې ناست مزدورکاره خلک وايي، د پاکستان حکومت دې دوی ته اجازه ورکړي چې د پاسپورټ پر ځای په شناختي کارډ افغانستان ته تګ راتګ وکړي خو د پاکستان حکومت دا نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې پر ټولنیزو رسنیو له خپرېدونکو ویډیوګانو او تصویرونو ښکاري چې نه یوازې په پرلت کې د خلکو ګډون خورا کم شوی دی او بل د پرلت د مشرتابه له خوا هم د پخوا په څېر د پرلت تر څنګ نوره مبارزه نه تر سترګو کېږي.
د پرلت یو مخکښ او سوداګر صادق خان اڅکزی وايي، د دې بدلون دوه لاملونه دي. د ده په وینا، یو پلو لویو سیاسي ګوندونو لاس ترې اخیستی او بل ریاست په زرګونه خلکو ته پاسپورټونه ورجوړ کړي دي.
ده وویل، "زموږ د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته یوازې ۲۰ ورځې موږ پرلت ختم کړی وو او له هغه را وروسته تر اوسه روان دی، جمیعت علما اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاړل او پر دې موږ ته ډېر افسوس دی."
صادق اڅکزي وویل چې اوس په پرلت کې د خلکو شمېر کم دی خو بیا هم دوی جاري ساتلی دی.
نوموړي وویل چې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او ملي جمهوري غورځنګ لا هم د دوی ملګرتیا جاري ساتلې ده.
د جمیعت علما اسلام د کلاعبداالله ضلعي امیر مولوي عبدالمنان مشال راډیو ته وویل، دا خبره رښتیا ده چې د دوی ګوند په پرلت کې له ګډون او د هغوی له ملاتړه لاس اخیستی دی.
نوموړي د چا له نامه یادلو پرته تور پورې کړ چې د پرلت ځینې مشران له پرلتوالو سره مخلص نه وو نو ځکه دوی د احتجاج لاره بېله کړې ده.
مولوي عبدالمنان وویل، "اوس په پرلت کې ناستو ځینو کسانو په سپینه ورځ د چمن له بې وزله ولس او مزدورانو سره دهوکه کړې ده او له حکومت سره یې لاس یو کړی وو نو سیاسي ګوندونو به بیا خامخا لاره ترې بېلوله."
مولوي عبدالمنان زیاته کړه چې جمیعت علما اسلام به د چمن پر پوله د پاسپورټ او ویزې شرط ختمولو لپاره خپله مبارزه کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نه یوازې په وار وار د چمن پرلت ته ویناوې کړې وې بلکې په پارلمان او خبري غونډو کې یې هم د پرلت کلک ملاتړ اعلان کړی وو.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د یاد ګوند له خوا د پرلت له ملاتړه د لاس پرسر کېدو وجه څه ده؟
د ګوند د کلاعبدالله ضلعې جنرل سیکرټري شېرعلي باچا مشال راډیو ته وویل، دوی د پرلت غوښتنې پر ځای بولي او ملاتړ یې کوي خو د ده په وینا، د پرلت مشرانو پر مهم وخت د ګوندونو بې سلا له حکومت سره خبرې کړې وې کوم چې د ده په وینا د ګټې پر ځای تاوان کړی وو.
شېرعلي باچا وویل، "دوه کسان، عنایت کاسی او د چمن حاجي لالو راغلو، د پرلت بندیان ورسره وو، دوی اعلان وکړ چې لار خلاصه شوه خو د دې لپاره په شویو خبرو اترو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند شریک نه وو."
شېرعلي باچا وویل، په کار وه چې پرلت نه وای ختم شوی خو دوی ختم کړ. د ده په وینا، هم دا وجه وه چې بیا سیاسي ګوندونو په پرلت کې د نور ګډون او ملاتړ په اړه له سره سلا مشوره وکړه.
د پرلت مشران که څه هم پر احتجاج له ناستو خلکو سره د نه مخلصتیا تور ردوي خو وايي چې حکومت دوی ته د منځګړو له لارې دهوکه ورکړې وه.
د پرلت مخکښ او سوداګر صادق خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د پرلت د مشرانو او سیاسي ګوندونو ترمنځ د اختلاف رامنځ ته کېده د خپګان خبره ده خو نوموړي هوډ وښود چې دوی به خپل اختجاج ته دوام ورکوي.
د ده په وینا، دوی دا نشي منلای چې پر ډیورنډ کرښه پراته ولسونه دي په پاسپورټ او ویزو تګ راتګ کوي.
د تازه حکومتي غبرګون په اړه مو په وار وار د بلوچستان د حکومت له ویاند شاهد رند او د صوبايي کابینې له بېلا بېلو غړو سره د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شو.
په چمن کې روان دا پرلت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پای کې له هغه وروسته پیل شوی وو چې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله وفاقي حکومت د چمن پر پوله له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کولو اعلان کړی وو.
حکومت ویلي وو چې یو خو پاکستان او افغانستان دوه بېل هیوادونه دي او بل یې دا ګام په خپل ملک کې د امنیت ټینګښت او قاچاق مخنیوي لپاره اخیستی دی.