په سویلي وزیرستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان د حکومت د امر په اساس هېواد ته د ستنېدو تیارۍ نیسي خو حکومت ورته په انګور اډه دروازه هېڅ ډول سهولت نه دی ورکړی.
پاکستان د اګست تر ۳۱مې په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو پخپله خوښه وطن ته د ستنېدو مهلت ورکړی او ویلي یې وو چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې نه به دوی په جبري ډول ستنول کېږي.
د هغه مهلت له ختمېدو وروسته د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.
په سویلي وزیرستان کې هم زیات شمېر پي او ار کارډ لرونکي افغانان ژوند کوي. هلته د مېشتو افغان کډوالو یو مشر حاجي عبدالحنان د سېپټېمبر په پینځمه مشال راډیو ته وویل، "دا چې پاکستان زموږ زارۍ او عذرونه ونه منل نو کډوال وطن ته روان شول خو په انګور اډه سهولتونه نشته او خلک له ډېر ځنډ سره مخامخ کېږي."
په انګور اډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محب وزیر وايي هغوی ویني ګوري چې افغان کډوال په ډېر کړاو او تکلیف وطن ته روان دي، دوی ته حکومت سهولتونه نه دي ورکړي او د بیرته ستنېدنې پروسه ډېره پېچلې او ورو ده. نوموړي دا هم وویل چې په خلکو باندې په لاره کې شپې راځي خو د شپو تېرولو او د خوراک انتظام هم ورته نشته.
هغه وايي د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په درناوي وطن ته واپس کړي.
خو د کوز سویلي وزیرستان د واڼه ښار تاڼې مشر عالمګیر مسید وايي، واپس ستنېدونکو افغان کډوالو ته انتظامیې سهولتونه ورکړي دي. نوموړي د سېپټېمبر په پینځمه مشال راډیو ته وویل، "په انګور اډه کې مو خېمې ورته لګولې دي او که په کډوالو په لاره کې شپه راشي نو دوی هلته اړولی شي. مقصد مو دا دی چې دوی په لاره کې په تکلیف نه شي."
نوموړی وايي په کاغذي کارروایۍ او د ګوتو د نخښو په اخیستو (بایو میټرک) کې وخت لګېږي خو دوی هیله لري چې ستنېدونکي کډوال په ارامه وطن ته واپس ولاړ شي.
عالمګیر مسید زیاته کړه چې پاتې نور افغان کډوال دې هم د واپس تګ تیاری ونیسي ځکه چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې له خپلې خاورې افغان کډوال وباسي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.
پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.