د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې لږ تر لږه ۲۳ ولسي کسان ژوبل شوي دي.
پوځ لا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د پولیسو یوې سرچینې مشال راډیو ته د برید پخلی کړی دی.
د برمل تحصیل په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ کامران وزیر د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، دا برید تېر ماښام د لوبو پر یو میدان وشو: "په برید کې په میدان کې لوبېدونکي لوبغاړي او نندارچیان په نخښه شوي دي. په دې کې پر موقع ۲۲ کسان ژوبل شول، ځیني زیات ژوبل کسان ډېره اسماعیل خان ته لېږدول شوي دي."
بلخوا د واڼه روغتون مشر ډاکټر جان محمد د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دوی ته ټول ۲۳ ژوبل کسان رسول شوي ول چې دوه یې ډېره اسماعیل خان ته لېږدولي دي، ځکه چې د هغه په وينا، روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وو.
نوموړي زياته کړه چې د نورو کسانو درملنه په واڼه کې شوې ده.
اخوا د کوز جنوبي وزیرستان د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو پر شرط د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، تېر ماښام دوو موټر سایکل سپرو کسانو پر یو ډرون الوتکې ډزې وکړې چې په تعقیب یې په کرمزي بس تم ځای باندې ډرون برید وشو چې د هغه په وینا، عام خلک پکې ژوبل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې پولیسو د پېښې پلټنه پیل کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو، په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې د پوځ په ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګولو) کې عامو خلکو ته مرګژوبله اوړي.
د جنوبي وزیرستان ځينو سياستوالانو، مدني فعالانو او اوسېدونکو د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په هغه ضلع کې په تېرو دوو کلونو کې ۴۰ ډرون بریدونه شوي دي چې سلګونه کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
تر دې وړاندې د ځايي خلکو په وينا، د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د حافظ شاه فهد د کورنۍ څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم يې ژوبل شول.
پرلتوالو له هغې ورځې راهیسې د وژل شویو ماشومانو جسدونه د میرلي انتظامي او پوځي کيمپ مخې ته د احتجاج په توګه ايښي ول او شمالي وزيرستان ته دننه او بهر تلونکې لارې يې تړلې وې.
له پوځ او ضلعي انتظاميې سره تر څو ورځو مذاکراتو وروسته پرلتوالو د مې پر ۲۶مه هغه پرلت پای ته ورساوه او مړي يې ښخ کړل.
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د پرلت مشران یې مطمین کړل او باور یې ورکړ چې پوځ او حکومت به د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال د عام ولس خوندیتوب ته "جدي" پاملرنه کوي.
بلخوا د روانې مې مياشتې په نيمايي کې د جانېخیلو ولس په بنو کې د هغه ډرون بريد پر ضد پرلت وهلی وو چې په يو کور کې یې ۱۵ ماشومان ژوبل کړل. خو تر يوې اونۍ احتجاج وروسته ورسره ځايي انتظامیې مذاکرات وکړل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ولسي وګړيو خونديتوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي. بلخوا پوځ ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو خونديتوب ته پام کوي.
بلخوا ګڼو سیاستوالو او مدني فعالانو په خيبر پښتونخوا کې په ډرون بریدونو کې د ولسي خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو په نخښه کولو باندې غبرګون ښوولی او دا بریدونه یې غندلي دي.