د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې ځايي خلکو د پاکستاني پوځ له خوا د ډرون بریدونو کارولو او په هغو بریدونو کې ولسي خلکو ته د مرګژوبلې اړولو پرضد جرګه کړې ده.
د مې پر نهمه د ټانک په ټاون هال کې جوړې شوې هغې جرګې کې د سیمې لسګونو مخورو ګډون کړی وو.
د ټانک د امن کمېټۍ یو مشر شېخ نصیر احمد وويل چې دا جرګه تر هغه وروسته شوې چې د مې پر اتمه د هغې سیمې پر یو جومات د پاکستان پوځ په ډرون برید کې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.
نوموړي زياته کړه: "پر جومات حمله شوې ده. حکومت به د پښتنو له رسم و رواج سره سم زموږ سره کښېني او خپله ملامتيا به مني، کنه نو بیا به موږ خپل احتجاج ته دوام ورکوو."
د مې پر اتمه د ټانک ځايي مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې د عمري اډې په وړکي کلي کې پر داسې مهال ډرون برید شوی وو چې هلته ګڼ تبلیغیان موجود ول، خو یوازې هغه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې په دالان کې ویده ول.
دوی هغه مهال هم دا غوښتنه کوله چې پوځ دې د عملياتو پر مهال د وسلوالو طالبانو او عام ولس ترمینځ توپیر وکړي.
د ټانک ضلعې د پولیسو مشر اسلم نواز د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ ښايي د هغه برید په اړه معلومات ولري، خو له دوی سره دم ګړی په دې اړه څه ډول معلومات نه شته.
د پاکستان پوځ د هغه ډرون برید په اړه د مشال راډیو په ګډون هېڅ یوې رسنۍ ته څه نه دي ویلي، خو د ټانک سیمې یو ولسي مشر محمد ندیم عوام دوست دعوه وکړه چې پوځ د ټانک انتظامیې ته منلې ده چې ډرون برید هغوی په ناپامۍ سره کړی دی.
هغه وايي: "پوځ خپله غلطي منلې ده او دا یې هم ویلي دي چې له وژل شویو کسانو سره به 'د شهيدانو پیکېج' مطابق مرسته کوي."
عوام دوست زياته کړه چې پوځ دا هم ویلي دي چې تر دې وروسته به پر جوماتونو دا ډول بریدونه نه ترسره کوي او د جومات د تقدس خیال به ساتي.
د ټانک امن جرګې مشران وايي د اوس لپاره یې خپل احتجاج پای ته رسولی دی خو که د بیا لپاره داسې وشول او یا هم د سیمې امنیتي وضع ښه نه شوه، نو د امن لپاره به بيا هم خپل غږ پورته کوي.
مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه په سیمه کې د ضلعې د انتظامي مشر او يا د پولیسو د مشر نظر هم راواخلي خو هغوی ځواب ونه وايه.
د ټانک ترڅنګ په نورو سیمو کې هم وخت په وخت ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او له حکومت او پوځه یې غوښتي دي چې د خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.
تر دې وړاندې د بنو د جانیخېلو (ځونيخېلو) اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي ول چې دمې پر شپږمه شپې مهال د پوځ له خوا د توغول شوې هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) په بريد کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو ژوبل شوی وو. پوځ د ځايي اوسېدونکو د هغې دعوې په اړه غبرګونه نه وو ښوولی.
تر هغه مخکې، د اپرېل پر ۲۹مه پولیسو ویلي ول چې په باجوړ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې درې ماشومان ژوبل شوي دي. د باجوړ پولیس چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ورته معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې ده خو زیاته کړې یې وه چې پلټنې یې پیل کړې دي.
همدا رنګه د شمالي وزیرستان ځينو اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې په تېرو دوه ورځو کې په هغه سیمه کې د پوځ په ډرون بریدونو کې درې کسان ژوبل شوي ول.
د اپرېل مياشتې په پيل کې د شمالي وزيرستان د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته هم کړې وه. هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.
په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
په ټانک کې د دې تازه پېښې په اړه د پاکستان پوځ لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات تېز کړي دي او پر مهال یې د عام ولس خوندیتوب ته پام کوي.