چارواکي وايي د جنوبي وزیرستان په رغزي سیمه کې په یو وسلوال برید او بیا وروسته د پوځ په ډزو کې درې پوځي سرتېري او دوه مېرمنې وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې د کوز جنوبي وزیرستان د برمل تحصیل د رغزي سیمې په منډي خوله کې د جون پر ۲۴مه نامعلومو وسلوالو د پاکستاني پوځ پر ګاډي برید کړی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې درې پوځيان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د رغزی تاڼې مشر عثمان مسید مشال راډیو ته ویلي چې د برید پر مهال د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښته هم وشوه چې يو ساعت يې دوام وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د ډزو پر مهال د عامو خلکو یو موټر هم د برید لاندي راغلی چې له امله یې دوه ښځې وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې برید ذمه واري چا نه ده منلې.