د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي چارواکي وایي په کورمه کې یې ۲ مشکوک وسلوال وژلي دي


په کورمه کې یو امبولانس د ناامنۍ د پېښو ښکار شوي روغتون ته انتقالوي ـ پخوانی انځور.
په کورمه کې یو امبولانس د ناامنۍ د پېښو ښکار شوي روغتون ته انتقالوي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وایي، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې یې په نښته کې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه جوتولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو د اکتوبر پر ۲۱مه د کورمې په ژیړینه سیمه کې چاپه ووهله چې پر مهال یې نښته وشوه او دواړه وسلوال ووژل شول.

هغه دا و نه ویل چې هغه وسلوال د کومې ډلې غړي ول او کومې وسلوالې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وویل چې امنیتی ځواکونه په سیمه کې د نورو وسلوالو لټون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې له اوږدې مودې راهیسې د فرقه ییز تاوتریخوالي ترڅنګ د ناامنۍ پېښې کېږي.

په عین حال کې په پاړه چینار کې شیعه ګانو احتجاج کړی او د امنیت غوښتنه یې کړې ده. هغه احتجاج د اکتوبر پر ۲۱مه سهار پيل شوي ول چې د مازیګر تر پینځو بجو پورې روان وو.

په کورمه کې د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې امنیتي وضع ترینګلې ده. پر هغه ورځ په دوو بېلابېلو حملو کې ۱۷ کسان وژل شوي ول او له هغه وخت راهیسې په ضلع کې لویې لارې تړلې دي. تر دې وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

د کورمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې د ضلعې امنیت ته ژمن دي. له دې پرته د کواټ، هنګو او اورکزیو د مشرانو یوه جرګه، چې انتظامیه یې ملاتړ کوي، په سیمه کې د شخړو او لانجو د هواري او د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG