د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د کمیونیټي سکولونو ښځینه استادانو ته د نهو میاشتو تنخاګانې ورکوي


په خیبر پښتونخوا کې د یو کمیونیټي سکول زده کوونکې. (انځور: ارشیف)
په خیبر پښتونخوا کې د یو کمیونیټي سکول زده کوونکې. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا حکومت د کمیونیټي سکولونو د ۳۶۸۷ ښځینه استادانو د ۹ میاشتو تنخاګانو جاري کولو منظوري ورکړیده.

دا پریکړه د فبرورۍ پر ۲۱مه په پیښور کې د اعلا وزیر علي امين ګنډاپور په مشرۍ د صوبايي کابينې په غونډه کې وشوه.

په دغه اړه په یوه سرکاري اعلامیه کې راغلي چې کابینې د رمضان پيکيج په نامه د ۱۰ لاکه کورنیو لپاره د هرې کورنۍ په سر د ۱۰ زره روپیو ورکولو منظوري هم ورکړه.

د دې پیکج له مخې به له نرښځیانو سره هم مرسته کیږي.

غونډې د ځايي حکومتونو د قانون په ۲۵ مه ماده کې بدلون وکړ چې مرام یې بلدیاتي استازو ته واک ورکول دي.

د بیان تر مخه کابینې د پیښور د ارباب نیاز سټیډیم عمران خان کرکټ سټیډیم ته د بدلولو منظوري هم ورکړه.

صوبايي حکومت دا پریکړې په داسې حال کې کړیدي چې صوبه له مالي ستونځو سره مخ ده، او سرکاري ملازمینو ددوي د مراعاتو راکمولو او پنشن اصلاحاتو خلاف احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG