پولیس، انتظامیه او پوځ وايي د میرلي په خدي مارکیټ کې د پوځ په موټر ځانمرګی برید شوی دی چې پکې ۱۳ پوځي سرتېري وژل شوي او د ۱۰ سرتېرو په ګډون ۲۴ نور کسان ژوبل شوي دي.
په میرام شاه کې د پولیسو او پوځ چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګی بریدګر په غواګۍ موټر کې سپور وو او خپل له باروتو ډک موټر یې د پوځ له ګاډي سره جنګولی دی. دوی وايي، د زورورې چاودنې له وجې د نږدې کورونو چتونه هم پرېوتلې دي او په ژوبلو کې د کورونو مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د پاکستان پر پوځ دا برید په داسې وخت کې شوی دی چې هلته د جون پر ۲۸مه ګرځبندیز هم لګول شوی وو.
د میرلي د خدي کلي یو اوسېدونکي رحمت الله مشال راډیو ته وویل چې د سهار په شپږو بجو یې د درنې چاودنې غږ واورېدلو. هغه وايي، د ګاونډ د کور مېرمنې او ماشومان هم په دې چاودنه کې ژوبل شوي وو چې نږدې روغتون ته ورسول شول.
په میرامشاه کې د انتظامیې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، د پوځ یو غټ موټر چې پکې د بمونو د خنثا کولو زیات شمېر سرتېري موجود وو، په لاره تېرېده چې له خدي مارکیټ نه د ځانمرګي بریدګر موټر چې له باروتو ډک وو، په تېزۍ راوتلی او د پوځ له موټر سره یې ډغره وهلې ده.
د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې قبول کړی دی.
په شمالي وزیرستان کې عموماٌ او په میرلي کې خصوصاٌ تر دې وړاندې هم د پوځ پر قافلو وار وار بریدونه شوي دي چې پکې د پوځ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغلته ځايي خلکو هم وخت په وخت د بدامنۍ خلاف مظاهرې کړې دي او له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې دې د امنیت د ښه کولو لپاره اقدامات وکړي.
بل پلو پوځ او انتظامیه وايي چې دغلته یې د وسلوالو پر ضد عملیات روان ساتلي دي.