د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غلام خان لارې تړل کېدو له وجې لسګونه لارۍ ایسارې دي


د غلام خان لارې تړل کېدو له وجې لسګونه لارۍ ایسارې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00

په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر نواب امیرزی وايي، پاکستان باید د غلام خان لارې تر تړلو وړاندې افغان تجاران خبر کړي وای چې له تاوانه بچ پاتې شوي وای. نوموړي د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، پاکستان او افغانستان دواړه باید داسې اقدامات وکړي چې له وجې یې سوداګر او موټرچلوونکي له زیانونو خوندي پاتې شي. بل پلو، په غلام خان بندر کې د افغانستان لوري ته ولاړ پاتې د لسګونو لاریو ډرېوران وايي، د پاکستان او د طالبانو حکومتونه دې د ټرانسپورټ مسله نه سیاسي کوي او لارې دې پرانیستې وساتي. پاکستان تر هغې یوه ورځ وروسته د غلام خان لاره وتړله چې د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان د میرلي په خدي مارکیټ کې د پوځیانو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۱۳ سرتېري ووژل شول. د شمالي وزیرستان خلکو هم له حکومت نه د جرګې له لارې غوښتنه کړې ده چې د غلام خان لاره دې بیرته پرانېزي، خو چارواکي وايي لاره یې د امنیتي ګواښونو له وجې تړلې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG