د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انتظامیې غلام خان بندر د سوداګرۍ پر مخ بیا پرانیستی دی


یوشمېر مال لېږدوونکي ګاډي له غلام خان بندر سره نېږدې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
یوشمېر مال لېږدوونکي ګاډي له غلام خان بندر سره نېږدې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د غلام خان بندر یې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ پر مخ پرانیستی دی.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم او د غلام خان تحصیلدار حبیب الرحمان مشال راډیو ته تایید کړه چې د جولای له ۱۶مې څخه پر بندر سوداګري بحاله شوې ده.

تر دې مخکې د نوموړي دفتر د جولای پر ۱۵مه په بیان کې ویلي ول چې د لارې پرانیستو پرېکړه یې د شمالي وزیرستان له ولسي مشرانو سره په جرګه کې کړې.

د اتمانزیو جرګې ویاند مفتي بیت الله د جولای پر ۱۵مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، له انتظامیې او پوځي چارواکو سره یې په جرګه کې د غلام خان بندر بیا پرانیستو غوښتنه ومنل شوه او د موبایل ټېلېفون شبکې (نېټورک) پر بحالولو او نورو موضوعاتو ورسره خبرو ته دوام ورکوي.

د جولای پر نهمه افغان سوداګرو او ډرېورانو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بندر بندېدو له وجې دواړو خواوو ته په مالونو بار لسګونه لارۍ ایسارې دي او ورته یې تاوانونه اړولي ول.

پاکستان تر هغې یوه ورځ وروسته د غلام خان لاره وتړله چې د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان د میرلي په خدي مارکیټ کې د پوځیانو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۱۳ سرتېري ووژل شول.

هغه مهال، د شمالي وزیرستان مشرانو ته ویلي ول چې خپل دریځ دې ورته روښانه کړي چې له حکومت سره ولاړ دي او که نه د وسلوالو په طرف دي.

تر برید وروسته د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) هلته تر یوې میاشتې پورې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړه چې له مخې یې شپې مهال ګرځبندیز اعلان کړ او و یې وویل چې که چا یې سرغړونه وکړه نو امنیتي سرتېري به یې وولي.

د جنايي قانون د هغې مادې له عملي کېدو سره د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ هم بندیز وي.

له دې پرته حکومت هغې ضلعې ته د ډیزلو او پېټرولو لېږد درولی وو او د موبایل ټېلېفون شبکه هم بنده کړې وه. د اتمانزیو جرګې مشرانو د جولای پر ۱۱مه په شمالي وزیرستان کې له پوځي مشر سره جرګه وکړه او وروسته یې وویل چې غوښتنې یې منل شوې دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د ټولو محدودیتونو موخه د "ترهګرۍ د نوې څپې" مخه نیول دي.

XS
SM
MD
LG