د بلوچستان د چمن پرلتوال وايي پولیس دې یې نه په تکليفوي او ملګري دې یې نه نيسي.
دوی نن (د مې په ۲۵مه) د کاربندیز په کولو سره وويل چې حکومت دې د پرلتوالو د نيولو پر ځای د چمن لاره د ټولو سوداګرو او ځايي اوسېدونکو لپاره پرانیزي. د چمن سوداګرو او د چمن پرلت وياند، صادق اڅکزي مشال راډيو ته وويل چې پولیس بايد د خلکو له ګرفتارۍ لاس واخلي.
هغه زیاته کړه: "زموږ لس ملګري یې نيولي وو. اول پولیسو دا نه منله چې هغه کسان یې نيولي دي خو ۱۲ ساعتونه وروسته یې ومنله. بیا یې ۹ کسان راخوشې کړل او پر يو یې د تمانچې درلودو تور پورې کړ. هغه یې له ځان سره ساتلی دی چې بايد خوشې یې کړي." د هغه په وينا نيول شوي ملګري یې د پرلت کتلو لپاره روان وو.
خو پولیس وايي دوی لس کسان نه دي نيولي. د چمن د تاڼې اېس اېچ او، ولي اڅکزي د مې په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې یوازې يو کسان یې نیولی دی. هغه ادعا وکړه چې نیول شوي کس سره بې اسنادو تمانچه وه. "هغه کس د نورو ملګرو تر څنګ پر موټرسايکل سپور وو. پولیسو ورته د ودرېدو وويل خو هغه موټرسايکل روان ساتلی وو. بیا موږ ونيو. اوس له موږ سره په تاڼه کې دی."
د چمن پرلتوالو د ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانستان سپين بولدک سره د تګ راتګ او تجارت لپاره د وېزو او پاسپورټ د شرط ختمولو لپاره احتجاج پيل کړی دی. دوی وايي د ډيورنډ کرښې هغه بلې غاړې ته خپلويانې او کاروبارونه لري نو ځکه دې تګ راتګ د پاسپورټ او وېزې پر ځای په شناختي کارډ او تذکره وي.
په دې اړه د لغړي اتحاد مشر او د پرلتوالو د رهبرۍ کمېټې غړي، غوث الله مشال راډيو ته وويل چې د سپین بولدک او چمن خلک يو قام او يو پښتانه دي. هغه زیاته کړه چې نه یوازې د دواړو خواوو خلک د یو بل سره خپلویانې لري بلکې د سپين بولدک او چمن د تجارانو ګودامونه او دکانونه يوې او بلې غاړې ته دي. د هغه په وينا له حکومته کارونه نه غواړي خو باید د پخوا په څير د تګ راتګ سفر په ځايي پرمټ او يا هم د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره شي.
خو د پاکستان حکومت دا نه مني او وايي د امنيت ساتلو لپاره ضروري ده چې ټول خلک په سمو اسنادو سفر وکړي. د بلوچستان صوبايي حکومت چارواکو له پرلتوالو سره په بیا بیا مذاکرات هم کړې او د هغوی د غوښتنو د منلو په اړه یې د وفاقي حکومت له چارواکو سره د خبرو کولو ډاډ ورکړی خو لا هم دا وعدې نه دي پوره شوي. له همدې امله د چمن پرلت لا هم روان دی.