د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې چاودنې، پکتیکا کې جيټ الوتکو بمباري کړې ده

تازه شو

د تحريک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسود (کيڼ اړخ ته) د هغې ډلې له يو بل مشر سره په نامعلوم ځای کې ناست دی ـ پخوانی انځور
د تحريک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسود (کيڼ اړخ ته) د هغې ډلې له يو بل مشر سره په نامعلوم ځای کې ناست دی ـ پخوانی انځور

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره شپه (د اکتوبر پر نهمه) شاوخوا ۱۰ بجې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوې دی.

رویټرز او یوشمېر نورو لویديزو اژانسونو د عیني شاهدانو په حواله ویلي دي چې یوه چاودنه د عبدالحق څلور لارې په سیمه او بله په شهرنو کې شوې چې تر اوسه یې د لامل او څرنګوالي په اړه په رسمي ډول تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر پېښې سمدستي وروسته پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې همدومره ويلي دي چې د "يوې چاودنې" غږ اورېدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پيل کړې ده.

بلخوا یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي دي چې دا د پاکستان هوایي برید وو چې هدف یې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې یو شمېر مهم مشران ول.

د رسنيو ناتاييد شوي راپورنه وايي چې په بريد کې د ټي ټی پي د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته ويلي چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

بلخوا پر ټولنيزو شبکو د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسود ته منسوب غږیز پيغام ښکته پورته کېږي چې نوموړی په کې وایي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې دی او روغ رمټ دی، خو خپلواکه سرچينو لا تر اوسه د هغه پیغام د کروه والي پخلی نه دی کړی.

بلخوا د پاکستان يوې امنيتي سرچينې، چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، مشال راډيو ته وويل چې په کابل کې يې د ډرون بريد په وسيله وسلوال په نخښه کړي دي.

په عين حال کې د افغانستان د پکتيکا ولايت ځايي اوسېدونکي وايي چې تېره شپه (د اکتوبر پر نهمه) شاوخوا ۱۲ بجې د هغه ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغه اډې سيمه باندې جیټ الوتکو بمباري کړې ده.

یو ځايي اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې یادې سیمې ته لومړی ډرون یا بې پیلوټه الوتکې ورغلې او د هغوی په تعقیب جیټ الوتکو درې ځایه بمباري وکړه.

سرچينه زياتوي، چاودنې درنې وې او شاوخوا سیمې يې ولړزولې، خو په وينا يې یوازې مالي زیان اړولی او کوم څرګند ځاني تلفات يې نه دي اړولي.

سرچینه پرمخ وايي، د بې پیلوټه او جیټ الوتکو له غږونو داسې معلومېده، چې دا د پاکستان طيارې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت کومې رسمي سرچینې د مرغه اډې د بیګانۍ بمبارۍ په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم په رسمي ډول د کابل او پکتيکا بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جيټ الوتکو د افغانستان پر خاوره بمباري کړې ده.

تر دې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي ول چې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه د پاکستان جنګي الوتکو د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې وه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۲۶ عام وګړي وژلي ول.

تر هغه وړاندې پاکستان د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ کسان وژل شوي ول.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

دا بريدونه پر داسې مهال شوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په څو ورځني سفر نوي دلي ته تللی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان پر پلازمېنه کابل د پاکستان بریدونه د "ناندریو شدت" ښيي او په وینا یې "خطرناکه ګواښونه" به ولري.

هغه زياته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوځي شخړه د حل لاره نه ده او په وینا یې دا یوازې په دواړو هېوادونو کې د وژنو او ویجاړۍ لامل کېږي.


  • انځور سایز

    داود خټک

    داود خټک د مشال راډیو منتظم مدیر (مینېجېنګ اېډېټر) دی. هغه د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه هم برابروي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG