د طالبانو وسلوالې ډلې چې له اسلامه په خپل سختدریځه تفسیر شهرت لري، د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوه، خو د نړیوال مشروعیت لپاره یې زیارونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
سره له دې چې په تېرو څلورو کلونو کې یوازې روسیې یې حکومت په رسمیت پېژندلی، خو طالبانو وکولای شول چې په عمل کې ځان په نړیوالو ومني.
په کاناډا کې د اسیا پاسیفیک سیمې د مطالعاتو د بنسټ څېړونکی مایکل کوګلمین وايي، "نړۍ منلې چې طالبان د پاتې کېدو لپاره راغلي دي."
د طالبانو اوسنی وضعیت تر هغه څخه چې له ۱۹۹۶ز څخه تر ۲۰۰۱ز پورې یې د لومړۍ دورې د حاکمیت وو، یو مخ مختلف دی.
هغه مهال طالبان له داخلي مقاومت سره مخامخ او پر نړیوال کچه ګوښه ول.
کوګلمین وايي: "له کله چې طالبان په ۲۰۲۱ز کال کې واک ته ستانه شول و یې ښوول چې غواړي او کولای شي مشروعیت ترلاسه کړي."
د سیاسي وضعیت بدلون
د چین او روسیې په څېر د سیمه ییزو ځواکمنو هېوادونو په شمول څه باندې ۱۲ هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري او ځېنو هېوادونو د طالبانو ډېپلوماټان منلي دي. ان یوشمېر لویدیزو هېوادونو هم له طالبانو سره رابطې کړې دي.
هغه رابطې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان ډلې د ګواښ پر وړاندې او هېواد ته د هغو افغانانو د ستنولو لپاره چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي، د عملي تګلارو جوړولو لپاره شوې دي.
په لندن کې د چتم هاوس ادارې څېړونکی حمید حکیمي وايي: "په اروپا کې د سختدریځه ښه لاسو ګوندونو له خوا داخلي زیاتېدونکی فشار شته چې خپل هېواد ته د هغو افغان کډوالو ستنول غواړي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. اروپايي هېوادونه نه شي کولی چې د طالبانو له رژیم سره له هماهنګۍ پرته هغه پناه غوښتونکي اخراج کړي."
اتریش (اسټریا) یوه اونۍ مخکې، له ۲۰۲۱ز کال راهیسې د لومړي ځل لپاره یو افغان خپل هېواد ته ستون کړ او جرمني هم تېر کال لومړی لویدیز هېواد وو چې د افغانانو د ستنولو لړۍ یې بیا پیل کړه.
اروپايي ټولنې هم په وروستیو کې اعلان وکړ چې د طالبانو له حکومت سره یې "تماسونه " پیل کړي چې د هغوی " نیت او شرایط" و ارزوي او د رد شویو کډوالو د ستنولو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
په عین حال کې اروپايي هېوادونو د افغانستان سفارتونه، چې تر اوسه د پخواني حکومت ډېپلوماټانو اداره کول، تړلي او طالب چارواکو ته یې اجازه ورکړې چې د ډېپلوماټیکو استازولیو کنټرول په لاس کې واخلي.
حمید حکیمی وايي: "په اروپا کې دا ادراک شته چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې پام وړ بدلون راغلی دی او د افغانستان د پخواني حکومت بیا راژوندی کول بعیده ده."
له طالبانو سره د غربي هېوادونه تماسونو د بشري حقونو د ملاتړو ډلو سخت غبرګون پارولی دی.
د طالبانو سترې محکمې په تېرو کلونو کې خلکو ته په عام محضر کې د قصاص، په دورو وهلو او د سنګسار سزاګانې اورولې او عملي کړې دي. د ملګرو ملتونو پوهانو د ۲۰۲۳ز کال په مې کې ویلي ول چې هغه سزاګانې غیرانساني، ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دي. له دې پرته طالبان د بشري حقونو په نورو پراخو سرغړونو هم تورن شوي دي.
د جنایتونو نړیوال عدالت د روان کال په جولای کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر خپور کړ.
د طالبانو حکومت د دې په غبرګون کې وویل، د جنایتونو یا جرمونو نړیوال عدالت په رسمیت نه پېژني او دا چې په افغانستان کې یې د "اسلامي شریعت" پر اساس "عدالت" پلي کړی دی.
داراز، طالبان په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ښځو په ګډون یې د هېواد ټولو وګړو ته د "شریعت په چوکاټ" کې ټول حقونه ورکړي دي.
د مشروعیت زیاتوالی
په داسې حال کې چې طالبانو خپل بهرنی مشروعیت پیاوړی کړی خو په کور دننه مشروعیت لپاره یې زیارونه تر ډېره بریده ناکام پاتې شوي دي.
طالبانو په پیل کې هڅه وکړه چې خپل ځان په یوه معتدله بڼه څرګند او د افغانانو اندېښنې لیرې کړي خو په خپلو ژمنو یې عمل و نه کړ او د ښځو په حقوقو او ازادۍ یې سخت محدودیت وضع کړ، له مخالفینو سره یې ځیږ چلند ته مخه کړه او واک یې ټول انحصار کړ.
البته طالبان اوس د ۱۹۹۰ز کلونو په څېر له کوم جدي کورني ګواښ سره مخامخ نه دي او خپله واکمني یې ټینګه کړې ده.
داراز، له بهرنیو مخالفانو او دښمنانو سره شخړې او لانجې د طالبانو د کورني مشروعیت په ګټه تمامې شوې دي.
تېره میاشت پر کابل د پاکستان تر هوايي برید وروسته د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمینځ درنې جګړې وشوې چې پکې لسګونه کسان ووژل شول.
وروسته د قطر او ترکیې په مینځګړتوب دواړو خواوو اوربند وکړ او ټاکل شوې چې د پاکستان او د طالبانو استازي د نومبر پر شپږمه د ترکیې په استنبول کې یو ځل بیا خبرو ته کښېني.
کوګلمین وايي: "طالبانو له دې کړکېچه د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کولو په اړه د پام وړ لاس ته راوړنې درلودې."
دی وايي، طالبانو وکولای شول چې د پاکستان پر وړاندې له پوځي اقدام سره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او د نړیوال مینځګړیتوب په وسیله د اوربند په کولو سیاسي امتیاز واخلي.
کوګلمین زیاتوي: "پرته له شکه چې دا د طالبانو لپاره یو بری ځکه وو چې و یې کولای شول د خپل یو اصلي هدف پر لوري - چې کورنی او بهرنی مشروعیت دی - پام وړ پرمختګ وکړي."