د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت پر پاکستانیو ځواکونو په سپین بولدک کې د ډزو تور پورې کړی


د پاکستان او د طالبانو حکومتي ځواکونو په اکتوبر میاشت کې نښتې کړې وې - انځور له ارشيفه
د پاکستان او د طالبانو حکومتي ځواکونو په اکتوبر میاشت کې نښتې کړې وې - انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تور پورې کړی چې پاکستانیو ځواکونو پر سپين بولدک ډزې کړې دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر شپږمه پر اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي چې پاکستانيو سرتېرو د کندهار او بلوچستان ترمينځ پر سپين بولدک سيمه ډزې کړې خو طالب ځواکونو ورته ځواب نه دی ورکړی.

پاکستان لا د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

داراز، مجاهد هم په خپل بیان کې په ډزو کې چا ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر شپږمه د پاکستان او پرافغانستان واکمنو طالب استازو ترمینځ د خبرو درېيم پړاو د ترکيې په استنبول ښار کې پیل شو.

دواړو غاړو د اکتوبر په مياشت کې له يو بل سره پر ډېورنډ کرښه نښتې کړې وې خو وروسته یې په دوحه کې اوربند وکړ. د تېر په څېر دا ځل هم د دواړو لوریو ترمینځ خبرې د ترکیې او قطر په مینځګړتوب کېږي.

تر دې مخکې، د پاکستان او طالبانو استازو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې وه.

دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.

تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG