د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان وايي د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ د دایمي اوربند لپاره اسلام اباد ته لوړپوړی پلاوی استوي


رجب طیب اردغان په هېګ کې خبري غونډې ته وینا کوي - د جون ۲۵مې انځور.
رجب طیب اردغان په هېګ کې خبري غونډې ته وینا کوي - د جون ۲۵مې انځور.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د هېواد د بهرنیو او دفاعي چارو وزیران او د استخباراتي ادارې مشر راتلونکې اونۍ پاکستان ته لېږدوي چې هلته له چارواکو سره د اسلام اباد او د طالبانو حکومت ترمینځ د اوربند پر دوام او دواړو خواوو ترمینځ د مذاکراتو په اړه وغږېږي.

رویټرز اژانس د نومبر پر نهمه د اردغان له دفتره د خپاره شوي بیان په حواله ویلي دي چې نوموړي دا خبره د اذربایجان له پلازمېنې باکو څخه هېواد ته د ستنېدو پر مهال کړې ده.

اردغان هلته د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره هم لیدلي ول. نوموړي ویلي، د هغو درې لوړپوړو چارواکو اسلام اباد ته د سفر موخه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ دایمي اوربند او سولې ته لاره برابرول دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د نومبر پر شپږمه او اوومه د ترکیې په استنبول کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي استازو ترمینځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

تر هغې وروسته دواړو خواوو پر یو بل د مذاکراتو د "ناکامۍ" تور پورې کړ.

د ترکیې او قطر په مینځګړتوب مذاکرات تر هغې وروسته وشول چې تېر ځل د پاکستان او طالبانو استازو د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه د خبرو هوکړه کړې وه.

دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.

تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG